کندهار: د الجزيرې خبريال خوشي سو

34 | سپتمبر 24th, 2010


د کندهار ولايتي مقاماتو په دې ولايت کي د الجزيرې د نيول سوي خبريال محمدنادر د خوشي کېدو خبر ورکړئ دئ.
د کندهار د والي وياند زلمى ايوبي وايي محمدنادر نن سهار د بهرنيو ځواکونو له خوا د ولايتي مقاماتو او د خبريالانو په هڅو راخوشي سو.
محمدنادر درې ورځه دمخه په کندهار کي د بهرنيو ځواکونو له خوا له طالبانو سره د لاس لرلو په تور نيول سوئ وو.
تر محمدنادر دمخه په غزني کي هم د الجزيرې خبريال او په کاپيسا کي د يوې شخصي راډيو مشر نيول سوي وو.

Copyright Larawbar 2007-2024