د ورځي تر ټولو بهترينه پوښتنه؛ موږ به څه کوو؟

د لراوبر اداره | سپتمبر 25th, 2010


د ۲۰۱۰ م کال د سپټمبر ۲۱ مه

زموږ په افغاني ټولنه کي دا دېرش کاله کيږي لو لوبه روانه ده ، هر وطنپال، ملي او مترقي حرکت چي سر راپورته کوي دپردو لخوا استعماليږي او افغانان په دې يا هغه نامه ځپي او خپله دا په کوي . په دې بهير کي چي بهرنيانو زموږ هيواد د خپلو سیاليو او ګټو ميدان ګرځولی دئ، نو دلته هم د هغوی د لاسپوڅو لخوا ملي خيانتونه تر سره سوي دي او هم د وطنپاله افغانانو لخوا جدي اشتباګاني . د خاينونو ځای جلا دئ ولي هغو چي اشتباوي کړي دي يا د نورو د اشتباهاتو قرباني سوي دۍ او يا پخپله دحوادثو بهير و هغې خواته ټېل وهلي دي، د هغو څخه لازم سبق اخيستنه د ورځي غوښتنه ده .زموږ معاصر د لنډو نيژدې کلو تاريخ و اوسني نسل ته تر سترګو تېر سوی ژوندی تاريخ دئ، هر پړاو يې د تآمل وړ دئ . نن چي د هر ګوند، دهرمنفرده ډلي ، يا دهر تنظیمي يا سازماني کړيو د تيرو خيانتو او يا اشتباهاتو يادونه کيږي دا بايد د اوسني بحران د ايسته کېدوپه هدف وي او د راتلونکي عملي ګامو د اخيستو په خاطر بايد و ارزول سي او دداسي يو ضروري اصل د رعايت د په نظر کي نيولوپه خاطر وي چي په راتلونکي کي د هغه د تکراره څخه ډډه وسي او پرې نه ښودل سي درواني فاجعې دوام د بهرنيانو هدفونه د افغانانو په وينو او انتقام ګيريو کي لا نور هم پهنا پيدا کړي . دا د هر وطنپال ، مسلمان او مترقي افغان ددې نه پرته چي پرون څه شی وو، وظیفه ده چي د هغه څخه ځان ګوښه کړي .

 فکر نه کيږي چي نن دي څوک په يوازي سر په وطن کي دغه کړکېچن بحران او دا دونه دروند بار و وړلو ته اوږه ورکولای سي او يا دي په دې ښور ماښور کي د پرون د لاسه تللي قدرت د اعادې د پاره منفردانه تلاښ و ثمر ته ورسوي . اوس خو په دغه وطنپاله افغاني روشنفکري کړيو کي واقعیتونه درک سوي او هر څوک دا حق باید ولري د هيواد د راتلونکي په يوه سالم بهير کي وطن ته د خدمت په خاطر يو څه ووايي، یا يو عملي ګام پورته کړي، ياکله چي د پرون خبره کوي نو په يقين سره دا خبره په نظر کي ولري چي هغه ددې د پاره نه کوي چي د پروني رهبرانو پروني غير مسؤلانه او غرضي کردار دي پټ و ساتي او يا هغوی چي د وخت د واقعیتو په درکولوسره يې مسؤلانه او وطنپرستانه عمل کړی وو ،هغه دي هېر کړي . دا خبري ددې دپاره هم کيږي کله چي د ډاکټر نجيب الله د ملي مصالحې د پاره د هغه وروستي فرصتونو يادونه کيږي چي د ناسم درک په وجه يا داشتباګانو په وجه يا د بل هر دليل په وجه چي وو د لاسه ووتل، نو هغه اشتباهات بايد بیا تازه نه سي او بیا نور د لستوڼي مارانو ته د پردو په ډيکټه په هر ملي حرکت کي چي را شروع کيږي، ځای ور نه کول سي څو هغه په دننه کي وا لوزوي .

کله چي د پخواني جمهور رئيس ډاکټر نجيب الله د ملي روغي جوړي د سیاست خبري کيږي چي د ډيرو ملي عناصرو په اند هغه خبري لا اوس هم د بحران د حل د پاره يوازنی بديل دئ او د ولس په زړو باندي لګيږي، نو دا په دې خاطر هم بايد مدنظر ونيول سي چي يو ځل بیا هغه شاني د تنظیمي ، سمتي او قومي جګړو د اور بلېدو زمينه برابره نسي او يا بیا هغه لويه خون خرابه تکرار نسي. دغه خبره باید د ياده و نه وزي چي اوسنۍ وضعه د هماغه لوبي ادامه او لا په خپل قوت سره روانه ده او سرغنه عمال يې لا اوس هم د بهرنيو هيوادو سره سیاسي او د وطنپلورني سوداوي کوي . هغوی لا اوس هم د کابل په لاسپوڅي دولت کي د قدرت اصلي اهرمونه په لاس کي لري او ټول افغان ملت يې ګروګان نيولی دئ . همدغه د قومو، ژبو، مذاهبو، سمت، افغان او افغانستاني، فاشیسټ ،کافر او مسلمان ډنډورې خو همدوی وهي، دا خو همدوی دي چي په واحد افغانستان کي د نفاق او تجزيې د پاره د پرديو د اهدافو د عملي کېدو کورني مزدوران او عمال ګرځېدلي دي . کله چي خبره دونه روښانه وي نو وطنپال عناصر دغه څه ته ولي بايد ګوته و نه نيسي او ولي د هغه په باره کي بايد جدي سوچ ونکړي ؟

ما لا پخوا داسي څه لوستي وه چي د ډاکټر نجيب الله د ملي مصالحې پر ضد چي د پردو عمالو کوم داخلي ګذار و کړ نو ددې اقدام و عملي کېدوته دهغه وخت سرغنه وو د «بد» او «بدتر» تر مینځ د« بد» غوره کېدل منطقي عمل بللی او هغه يې د يواځنی سم انتخاب په حيث ګڼلی وو . خو را وروسته پيښواو په کابل کي تنظیمي جګړو او ملي ضد کړودا وښودله چي هغوی د يوه ډير کثیف هدف او هغه هم و اوسنۍ وضعي ته زموږ د وطن د را کښېوتو په نيت دغه «بد» کړي وه، کوم چي نن ټول وطنپال افغانان د هغه څخه د خلاصون لاري چاري لټوي .

کله چي هغه ناپاکه او ملي ضد لاسونو د «بد» په ټاکولو سره دونه لو فاجعه را منځته کړه او وطن يې د دونه زیاتو لانجو سره مخامخ او هيواد يې تر امريکايي او برتانوي اشغال لاندي و دغه اوسني حالت ته را ورساوه ، نو نن ددغه خبرو يادونه چي د ورځي غوښتنه ده، د يوه بل آغاز د بنسټ دلومړنۍ خښتي د ايښودلو په درشل کي ،ولي بايد د وطنپاله افغانانو لخوا هغه ياده نسي او پر هغه باندي ولي بايدڅه و نه ويل سي؟ ولي د يوه نوي ملي غورځنګ د جوړښت په درشل کي او د نوي اشغالګرانو څخه د هيواد د ژغورني د پاره ، او دداسي ابتدايي ملي جرګې د جوړېدو په يوه شريفانه حرکت کي چي د ټولو وطنپالو افغانانوملي او افغاني هدف د ئ، ولي باید وطنپال افغانان او ملي عناصر دا فرصت ونلري چي په هرځای کي چي وي ، هغه تر ټولو ښه، هغه تر ټولو بهتره او هغه تر ټولوبهترينه وطنپال کسان تشخيص او د ډوبېدو په حال کي دغه ماته کښتۍته نجات ورکول سي ، ولي بايد په دې يا هغه نامه افغان تجريد کړل سي او په دې توګه پخپله د نفاق او شقاق وسیله وګرځي ؟

تاسي په دا نورو هيوادو کي وګورئ کله چي يو هيواد د داسي جدي خطرې سره مواجه کيږي لکه نن چي افغانستان مواجه دئ، د دغسي ملي حرکت و بري ته د رسولو د پاره د ټولو مخالفو اړخو لخوا څخه د ملاتړ ږغ را پورته کيږي او د وطن د ژغورني د پاره پخوانۍ د نفاق خبري يوې خواته پرېښودل کيږي . د يوه سالم، ملي او خپلواک غورځنګ دلاري د وطن وژغورني ته ټول عملي اقدامات د يوې واحدي رهبرۍ لاندي منسجمه کيږي او په يوه خوله د وطن د دفاع ږغ راپورته کوي . زموږ يو سل او لس فرمايشي ګوندونه وګوری، زموږ ۱۵ اسلامي ګوندونه وګورئ چي نن هغوی د هيواد د ملي ګټود اعادې او د تجزيې ددغه شیطاني طرحو څخه د ژغورلو د پاره څه کوي؟ څرنګه ممکنه ده چي دغه شاني حرکت دي په يوازي سر څوک و بري ته و رسوي، مګر داچي بيا هم يو يا څو بهرني هيوادونه يې تر شا ولاړ وي ؟ څرنګه ممکنه ده په يوه ډيموکراټيکه پروسه کي دي ددغه جریاناتو مؤثره او وطنپاله عناصر، په غیر مسؤلانه توګه په دې يا هغه نامه ددې کارزاره څخه محروم او يو ځل بیا د افغان ملت د سرنوشت مهار دي د پرديو و ډيکټو او دهغوی د مزدورانو و منګلو ته پرېښودل سي ؟

زه بيا هم د جهاني صاحب د موږ به څه کوو ؟ مغزنه ليکنه او دهغه د طرحي ووضاحت ته چي و هغه ته يې يو مقدماتي چوکاټ هم ايښی دئ په دغه سر درګومه حالت کي يو الهام بخښونکی ږغ بولم . دغه الهام بايد دښو ، بهترو او بهترينو تر منځ تر ټولو بهترينه لاره او تر ټولو نېک نامه اشخاص باید غوره کړي او ددغه بحران څخه د ګران هيواد افغانستان د را ايستلو په خاطر چي د پردو د اشغال څخه يې خلاصون د هر څه په سر کي ځای ولري ،ټول محدوديتونه او تړلي دروازې باید خلاصي پرېښودل سي. البته په دغه ملي حرکت کي و پرونيو خبرو او پرونيو ايډيالوژيو او جنګي مجرمينو ته چي زموږ د هيواد د لانجو تريخ تاريخ دئ وهغوی تا بایدمجال او د شاربلو امکان ور نکړل سي او که کومه خبره ياديږي يوازي د سبق اخيستلو په هدف وي نه ددې د پاره چي ددې حرکت مسیر دي منحرف او يا هغه دي سوکه کړي . دلته بايد وهر معقولیت ته پراخ ميدان پرانيستی وي او په هر حالت کي د افغانستان خپلواکي، ارضي تماميت، ملي حاکميت او اعلی ګټي د ورځي د غوښتونو او د هيواد د اولوويتونو سره يو ځای په نظر کي و نيول سي .

د جهاني صاحب دغه وړانديز په واقعيت کي د هر وطنپال ، مترقي او دمنوره افغان د انسجام او په مسؤليت سره د هغوی د ږغ او غوښتنو د يو کولو او و اصلي مراجعو ته د هغوی د رسولو تر ټولو بهترينه و سیله ده . د جهاني صاحب په ملي او منلي افغاني کرکټر کي دغه جوهر سته چي د ملي وحدت او د اشغال پرضد د ملي او وطنپاله افغانانو په يو موټي کېدو سره د خپل ځان څخه لکه څنګه چي دئ د يوه مصلح او خيرخواه افغان په حيث کار واخلي ، د هغوی عالمانه کردار او د افغانانو د غوښتونو سره سم ګامونه او اقدامات به په يقين سره د ټولو پر خپلواکۍ مين، مؤمن، مترقي او متعهده افغانانو د پاملرني او ملاتړ څخه برخمن و ګرځي .

Copyright Larawbar 2007-2024