ازادۍ ته سلام

د لراوبر اداره | سپتمبر 25th, 2010


وطـــــنه ستــا پـه استـقلال مــی سلام

ستا پـه جـنوب ستاپـه شـمال می سلام

ستا په ختیـځ ستاپـه لویدیـځ مـی سلام

ستا پـه پښتون ستا پـه ابـدال می سلام

چـه یی دښمن که پـه ګونډوګوډومات

ستاپـه سپاهی ستاپـه جـنرال می سلام

چـه ددښمن سـریی لـه تـنه غــوڅ کـه

دتــاپــه تـــوره سـتاپــه ډال مـی سلام

چـه احمد شاه ومیرویس یــی وروزله

ستا د زانګـوپـه قــوی ټــال می سلام

چه د اسمان په جبین ستوری ښکاری

ستادلـورانـو پــه شنه خـال می ســلام

ستـــادځـــوانـانــوپــه شمـلومـی سـلام

پـه ښـکلوپـیغـلووزرین شال می سلام

د تـــا د تـــوری او آدب پــــه بـــچــو

رحـمان بـابـاوپه خـوشحال می سـلام

چــه ( د یورند) کـړ لـو په ظلـم جــدا

پــه پـیښـور،کـوټـه، چـترال می سلام

ستا افغانان چه پـه هرګوټ کی اوسی

دهغـوی پـه کـوروپـه عیال می سـلام

تــه پـه (آسیاکی) تـرسویس نـه ښکلی

دتــادغــرونـــوپـــه جــمال می سـلام

مــــونګه د تـــاعزت دنیاکـی غــواړو

ستاپــه لعـلونـووستاپـه مـال می سلام

تا کـی خوشحال بی تا خفه(علی خان)

دتـاپـه یاد کــی پـه هــرحال می سلام

Copyright Larawbar 2007-2024