احساس

د لراوبر اداره | سپتمبر 26th, 2010


  
ته پوهیړی څومره خوند کړي
هه احساس څومره حساس دی
هه جذبه ده څومره لوړه
هه خیال څومره خیالی دی
دا چې زړه د چا په عشق کې
ودردیږی ودرزیږی
خوږه کړیکه شي پورته
د زړګي د ژور تل نه
یوه تړمه اوښکه توی شي
د دوه سترګو سمندر نه
یوه سلګۍ له خولګۍ پورته
شونډی وچی شی له تاوه
تور پتری ونیسی هله
ستونی وچ ساه  لنډه لنډه
یو پدغه وخت کې عشق
امتحان له مین اخلي
یا یی پاته کړی آزمیښت کې
یا بر یا کړی ورپه برخه
خو که ته شی لړ ثابته
سوبه ستا ده بریا ستا ده
یی فاتح د عشق آزمون کې
    نو
هه وخت څومره مزه کړي
هغه درد څومره حساس دی
خوندور څه هه احساس دی
هه جذبه ده څومره لوړه
هفه خیال څه زورور دي.

Copyright Larawbar 2007-2024