ذبيح الله مجاهد د خارجي عسکرو ادعاوي رد کړې
د طالبانو لخوا په يوه تازه خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي سږ کال په افغانستان کي د طالبانو لخوا تر ټولو خونړی کال دی ددوی په وينا چي اشغالګرو ته يې تر تېرو کلونو زيات مالي او ځاني زيانونه اړولي دي . په خبرپاڼه کي راغلي چي بهرنيان د خپلو زيانونو پټولو په مقصد پر کليو او کورونو بمبارۍ کوي چي او په لوی تعداد د طالب جنګياليو د وژلو ادعاګاني کوي .
طالب وياند لاندنۍ بېلګي يادوي او وايي چي خارجيانو دسپتمبرپه ۱۸تاريخ سهار ادعاوکړه چې ګنې دوی دننګرهارولایت په چپرهارولسوالۍ کې په بمبارۍ کې ۲۱طالبان شهیدان کړي ؟؟حال داچې دغلته يواځې دوه تنه طالبان ددوی په يوه بریدکې شهیدان شوي وه.
د مجاهد په وينا دهمدې ورځې په مازديګرکې یې بله دعوه وکړه چې دوی دپکتیاولایت سیدکرم ولسوالۍ کې ۷۰تنه طالبان په شهادت رسولي ؟؟حال داچې دغلته هم يواځې څلورتنه طالبان شهیدان اودوه نورټپيان شوي وه.
نوموړی وايي چي بلخواتیره ورځ یې دلغمان ولایت دعلیشنګ ولسوالۍ مسموت کلي باندې هم درنه بمباري اوځمکنی بریدپیل کړی چې ترماښام پورې یې له ۳۵زیات ماشومان ،ښځې ،سپین ږيري اوعام کليوال ځوانان شهيدان اوله ۶۰زيات يې ټپيان کړي اوخلک دمړوخښولواو دټپيانودرملنې ته نه دي پريښودل شوي چې ددي کړنې په عکس العمل کې تيره ورځ دلغمان ولایت مرکز مهترلام کې درنې مظاهرې هم وشوې چې دپولیسولخواپرې ډزې وشوې اوزيات کسان پکې ټپيان شول،خوپه هېوادکې ميشتویرغلګروځواکونوادعاوکړه چې داټول کسان طالبان دي چې ددوی په بې خرته بمبارۍ اوبريدکې وژل شوي اوداوینایې په لغمان کې په اصطلاح دوالي ویاندهم تائید، ټپيان اووژل شوي سپین ږیري ،ښځې اوماشومان يې په پټوسترګوطالبان اوخپل دوښمنان وبلل؟؟.
په داسي حال کي چي په افغانستان کي د ښکېلوډلو لخوا په نامعلوم وخت او ځای کي بریدونه ترسره کيږي ، دقيق راپور ترلاسه کول يې سخت يا زياتره وختونه خو ناممکن وي . د بشر حقونو او عفوي نړيوالي ټولني لخوا په ترسره سوو او يو شمېر دولتي څېړنو ښوولې ده چي بهرنيو پوځيانو په بمباريو کي زياتره وخت ښځي او ماشومان وژلي دي ، دا ډول راپورونه دا هم ښيي چي د طالبانو لخوا په ښارونو او د اوسيدني په سيمو کي ځانمرګو بريدونو کي هم تر ډېره ملکي وګړي او ماشومان قرباني کړي دي .
کارپوهان په افغانستان کي بهرني پوځيان د بشر حقونو په ترپښو لاندي کولو تورنوي او نيوکه کوي چي بهرني نه بايد د ددوو يا درو کسه وسله والو لپاره پر کلي ړندې بمبارۍ وکړي ، بلکي په پرمختللې تکنالوژۍ او درندو وسلو سمبال پوځ بايد ددې وړتيا ولري چي خپل يو څو مخالفين محاصره او ژوندي ونيسي . کارپوهان د يو څو کسانو د له منځه وړلو لپاره د کلیو بمباريدل د ناکامۍ په معنا تعبيروي .