زخمي مارغان

د لراوبر اداره | سپتمبر 26th, 2010


ديارخندامي پررقيب پشان بم پرېوزي
لکه دني يې پرزړه توردوددچيلم پرېوزي
زموږه خواروژړاګاني هم بې څه مه ګڼه
يوه ورځ به داهم پرهغوۍ لکه اټم پرېوزي
مېړوموندلې له خنداده تاته پته نشته
خيرکه ماشوم غوندي خواران په هرقدم پرېوزي
يوخت به سترخلګ له دې وړوړونه جوړشي
نن چي يې توري داسي مات قلم قلم پرېوزي
خداى دي يې خپله خپلواکي ورته نصيب کړي نوره
لکه زخمي مارغان به څوستاسوپه چم پرېوزي

Copyright Larawbar 2007-2024