کور / طنز / اوباما ته غاښ ماتوونکی ځواب

اوباما ته غاښ ماتوونکی ځواب

منبع :  انټرنیټ

یوه شپه ښاغلی اوباما او د مېرمنې یې پرېکړه وکړه چې د سپنې ماڼۍ څخه د باندې په یوه عادی رسټوانټ کې به د شپې ډوډۍ وخوري.
کله چې دوی رسټوانټ ته ورسېدل او کېناستل، نو د دغې رسټوانټ مشر راغی او د اوباما له سکرتر څخه وپوښتلې چې غواړې د هغې له مېرمنې اغلې مېچل سره یو څه شخصي خبرې وکړي، هغې ومنله او دوی لږ لېرې سره په خبرو بوخت شول.
ښاغلی اوباما دغه مرکه او خبرې یې څارلې او چې کله د هغې مېرمنه مېچل راغله نو اوباما ور څخه وپوښتلې چې ولې هغې سړي په ډېرې خوښۍ او مینې له تاسو سره خبرې کولې؟
اغلې مېچل وویلې: هغه ځکه چې کله زه پېغله ومه نو هغه زما خوښ ملګري و او مونږ سره مینه کوله.
ښاغلي اوباما زیاته کړه: ښه که تاسې له دې سړي سره واده کړای وای، نو اوس به ددغې ښکلې رسټوانټ مالکه وای؟
اغلې مېچل وویلې: نه! که ما له دې سړي سره واده کړای وای، نو اوس به هغه ولسمشر وای