کور / رسنۍ / له شماله د (پرخه) څلورويشتمه ګڼه له چاپه راووته

له شماله د (پرخه) څلورويشتمه ګڼه له چاپه راووته


د شمال لومړۍ پښتو خپرونې (پرخه) مجلې د شپږم کال دويمه او پر له پسې څلورويشتمه ګنه له چاپه راووته.
د پرخې په دغه ګڼه کې پارلماني ټاکنې، هايکو که لنډۍ، هيله، د ليکوالۍ اسانه لار او د برسنډې ګل او …ليکنې خپرې شوي دي.
د دې ګڼې سرليکنه د ولسي جرګې ټاكنو ته ځانګړې شوې، چې د ټاکنو د شفافيت په اړه پكې اندېښنه ښودل شوې ده.
(هايکو که لنډۍ) د خپرونې د مرستيال ضمير سار د هايکو او لنډۍ په اړه ژوره څېړنه ده، چې د دغو دواړو فورمونو پر بېلابېلو اړخونو او توپيرونو راڅرخي.
هيله د ډاکټر محمد ابراهيم شينواري ليکنه ده، چې د هيلې فلسفي اړخ تر څنګ د افغانستان د خلکو د هيله مندۍ وضعيت په کې څېړل شوى دى.
د ليکوال کېدو لپاره ګټور مالومات د پرخې په يوې بلې ليکنې (د ليکوالۍ اسانه لار) کې خپاره شوي دي.
همدارنګه پرخه په خپله هره ګڼه کې د لنډې کيسې، ناول او شعرونو په ګډون، د ((ايله خو دلته پسرلي شو)) په نوم د شاعرانو د پېژندنې لړۍ هم خپروي.
د پرخې دغه برخه، د شمال ميشتي شاعر او ليکوال جاويد څلي له خوا پر مخ وړل کېږي، چې دا ځل يې د شمال د بېلا بېلو ولايتونو څخه اسدالله نوري، بخت زمينه سليمي، جميل تاند، داود حقمل، ډاکټر ضياالرحمان رحماني، صالح محمد افسوس، عاشق وطنيار، قاسم لونګ او لال محمد مظلوميار راپېژني.
د يادونې وړ ده، چې د پرخې د دې ګڼې لګښت د شمال فرهنګپال ځوان ګل رحمان همدرد له خوا ورکړل شوى دى.
پرخه د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې په امتياز او د همدې جرګې د فرهنګې څانګې لخوا يې د چلولو چارې پر مخ ځي، چې د ځوان ليكوال ذبيح الله احساس تر څارنې لاندې خپرېږي.
د دغې مجلې مسوول چلوونکى مجيب الرحمان لحاظ او مرستيال يې ضمير سار دى.
همدارنګه د کتنپلاوې ډله کې جاويد څلي، بريالي جلالزي او ذبيح الله اريال برخه لري.
د پرخې اړيکې:
۰۷۹۹۸۳۳۳۳۸ ۰۷۰۰۵۴۸۷۹۴  ۰۷۹۶۶۸۵۷۹۹ 
mlehaz@gmail.com zamir.saar@yahoo.com

پرخه په لاندې پتو ترلاسته كولى شئ:
بغلان: چونغر ادبي بهير، سرافۍ ته مخامخ پلخمري ښار.
کندوز: پسرلي ادبي او کلتوري ټولنه.
امام صيب: فرهاد ادبي او کلتوري ټولنه.
مزار شريف: د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې دفتر، د روضې ختيځ لور ته بابر هوټل او مساپر خانه.
ننګرهار: هارون کتاب پلورنځى، اسحاقزي مارکېټ.
پېښور: يونيورسيټي بک ايجنسي، کيسه خوانۍ.
کابل: پيهقي کتاب پلورنځى، د مخابراتو وزارت تر څنګ.
خوست: غرغښت کتاب پلورنځى او سيد جمال الدين افغان کتاب پلورنځى.
کندهار: افغان قرطاسيه او کتاب پلورنځى، ارګ بازار.
لوګر: د ولايت مرکز، مدينه مارکېټ، سادات کتاب پلورنځى.
غزني: بېلابېل کتاب پلورنځي.