کور / طنز / لوده توب

لوده توب

طنز
په ریښتیا سره چې جوړ روان د انسان په ټولنیز ژوندانه کې خورا داهمیت وړ او ځانګړی ځای لری ، خو ډیر ځله لیدل کیږی چې دی مسلی ته په نه پاملرنی او یوازی د یوی منفې کلمی په کارولو چی په اصطلاح کله کله له مینی کارول کیږې او ظاهرا کارول یې ډیر ساده او اسانه بریښې خو اغیزی یې د د انسانو په ژوند ډیری ژوری او د پام وړ دی .
شاید تاسو هم ورسره په خپل ټولنیز ژوندانه او یا هم په خپله کورنۍ کی مخامخ شوی یاست چې یو شمیر لویان داسی کلمی له مینی او یاهم هسی په خوشی د ماشومانو او ځوانانو په وړاندی کاروې چې د هغوې د سختی روانی نارامۍ سب ګرځی، د بیلګی په توګه  لکه بیړا ، لوده ،لیونې ،…. اوداسی نور چې دلویانو له خوایې کارونه خپلو ماشومانو او کشرانو ته په یو شمیر کورنیو کې له مینې هم کارول کیږې .
زما دیو نژدی ملګری زوی سلیم چې یو ښکلې او مودب ځوان او د پوهنتون دیوی پوهنځۍ د دویم کال محصل دی نن ماځیګر مې په بازار کې په ډیر پریشانه حالت ولید ، پس له روغ وبړه مې له هغه نه د پریشانۍ په هکله پښتنه وکړه چې بی له ځنډه یې د خپل زړه غوټه راته خلاصه  او د خپلی نارامۍ په هکله یې داسی راته وویل :
ته خو پوهیږی کاکا چې اوس د پوهنتون اوړنۍ رخصتې ده او سهار چې کله له کوره بهر د خپلو ملګرو لیدوته له کوره بهر وتلم نو پلار مې بی له ځنډه راته وویل :
– وا هلکه بیا چیری ځې ؟
– بهر ته پلاره ، د ملګرو لیدو ته می
– څه خبره ده بیا ؟
– هیڅ پلاره همداسی ، له ملګرو سره قدم وهم
– والکه  ! پام کوه  لوده  لوده لکه بیړا، اخوا دیخوا په لارو کوڅو کې مه ګرځه !
لا مې دپلار خبره نه وه خلاصه چې له اخوا مې مور ناری کړی
– واهلکه لکه هغه بله ورځ پردیو ښځو پسی له څټه لوده لوده  ونه ګوری ! شرم ده اوس لوی سړې یې ! خلګ راپوری ونه خندوی ، ته په سور نه یې، بیړا غوندی یې !
ددی خبرو په اوریدو سره مې لمبه په ځان بله او زړه مې و چې دا ځل ورته سترګی پټی او خوله وازه کم ، ځان ورته ښه په لوده ګې ووهم ،تر څو ټول وچ او لامده سره ګډ وډ وسوځوم ،ځکه دا لومړی ځل نه ده چې هغوی ماته داسی وایې ، خو څه وکړم مور او پلار دی حوصله می وکړه ، له هرڅه خو دخندا وړ خبره داده چې کله کله مې مور په مینه اونازله مانه پوښتې چې او  بیړا ګکه ! چیری تللی وی اویاهم او لوده جانه! څه دی وکول ، نه پوهیږم کاکا جانه څنګه دوی پوه کړم چې زه خور نور ماشوم نه یم ! تر څو به هغوی ماته داسی وایې ؟
له قاره مې سر لکه  لوده ټیټ واچاوه ،دوه پښی می خپلی اودوه مې نورې پور او بی له خدای پامانۍ له کوره په بیړه ووتلم .
بیا کله چې نن سهار له خپلو ملګرو سره په چکر بوخت وم ټول وخت دی خبرو د زړه دننه ډیر و زورولم ، او څو ځله مې ملګرو هم داحوال پوښتنه وکړه چې سلیمه څنګه دی چرت خراب دی؟ خو ما په ځواب بس همدومره ورته وویل چی هسی می نن لږ څه سر خوږیږې . او داده ښه شو چې تاسو مې ولیدلې اوزړه مې درسره تش که .
دا لا څه کوی کاکا جانه ، کله چې پس له یو دوه ساعته چکره له ملګرو نه واپس کورته لاړم نو دانګړ په ور کې خبر شوم چی د مور یوه خور لنډه می چی له ډیره وخته کورنۍ اړیکی لرو او سره ښه نژدی پیژنو له خپلی پیغلی لور لیلاجانی سره چې له ماشومتوبه یې پیژنم مونږ کره میله راغلې .
یو دم مې زړه باغ باغ سه ، خوشالی مې په بدن بیا راننوته او له تانه یې څه پټه کم کاکا جانه هغه په ما ډیره ګرانه ده او غواړم له هغی کوژده او واده وکړم خو ددی خبری مجال مې تر اوسه پوری نه ده میندلی چې د خپل زړه حال له خپلی مور او پلار سره ګډ کړم ، د لیلا له سترګو نه هم پوهیږم چې هغه له ماسره مینه لری خو لکه زه هغه خوارکۍ هم د خپل زړه حال چاته نشی ویلای.
 هغه شیبه مې له خوشالۍ نه بدن ځیږ ځیږ شه یخنې مې به زړه راننوته او یو عجیب احساس مې بدن ته راغلی و ، د کور په دالان کې می په خپل مخ او سر لاس راکاږه اوخپلی جامې سره سمی کړی او په دی ډول مې غوښتل چې دهغوی ستړی مشې ته بی له ځنډه ورننوځم ، زمونږه کورنیو یوله بله پرده نه درلوده ځکه چې له ماشومتوبه سره یوځای لوی شوی یو. سم د خوني ورته ور نژدی وم چې اخوا مې مور له پخلنځې نه میلمنوته دچای له پتنوس سره راووته او راته وی ویل :
– وا هلکه پام کوه چې لوده توب  ونه کی ! سم سړی غوندی غلې په ادب کینه !
د مور ددی خبری په اوریدو می سړی اوبه په بدن تویې شوی او لکه میخ په خپل ځای ودریدم . دی خبری راته دومره زور راکړی و چې په خوله یې نه شم ویلای ، زړه مې و چې سترګی پټی اوخوله وازه او ورته ووایم چې :
– ته لوده ، پلار او عین جد دی لوده ده !
خو ولاهولو مې کړل ، خوله مې په لاس ونیوله او څو ځلی مې له ځانه سره توبه وویسته چې ګناهګار شوم ، ځکه چې مور او پلار ته داسی سپک ویل ډیره لویه ګناه ده خو څه وکړم هسی لیونتوب و زما خپله اراده نه وه په شیطان دی لعنت شی . له بلی خوا مې نه غوښتل چې زما او دی لیلا د دیدن شیبه چې بس هسی خدای پاک سره سمه کړی وه خرابه نه شې ، نو په ځواب کې مې یوازی همدومره  مور ته وویل چې ښه موری او لکه د ذهرو ګړوت مې خبره تیره کړه .
 په کرار کرار او ټول ادب د خونی دی ور خواته ور نژدی شوم ، ورو مې ور خلاص او په خوشالی می له میلمنو سره روغ بړ وکه ،پس له هغه لیلا ته نژدی په ټول ادب کیناستلم . زړه کې مې دمینې څپی تلی اوراتلې او لیده می چې لیلا هم ورو ورو لکه سور ګلاب زما په لیدو په مخ وغوړیده .
 څپلو کړنو ته ډیر ځیر وم تر څو د مجلس ټول آداب وساتم او خدای مکړه هغه دمور خبره کومه لوده ګې ونه کړم ، چې هر څه به سره ګډ وډشی ، او بس یوازی مو په سترګو کې یو بل ته په مینه مینه کتل او دسترګو په جامونو کې مو سره خبری کولې.
اخوا مې مور د لیلا له مور سره چې دواړه سره د ښونځۍ د وخت ملګری وی د خپلی یوی بلی خورلنډی دلور دواده په مراسمو په خبرو اخته وی او بدون له دی چې یوه دبلی خبری ته غوږ ونیسی لکه ماتی میچنې سره چالانی وی. مونږ خواران مجبور ورته په یوه غوږ ناست و او هسی بدون له دی چې ځان په خبره پوه کړو نو سرونه مو ورته ښورول.
د هغوی له تیرو مجلسونوپوهیدم چې هغوی دواړه خو هسی په تشه خبره دغږیدو له پاره ساعتونه او کله کله هم ورځی  تیروې،اوس خولا دخورلنډی دلور د واده کیسه په مینځ کی ده چې لږ ترلږه پوره دی دوه هندې فلمونو وخت نیسې!
زړه مې و چې هغوی خپلو کیسو کې تاوده پریږدم او پرته دنورو له اجازی او پاملرنی له لیلا سره مرکه پیل کړم ، خو بیا مې له ځانه سره له لنډه فکره پس وپتییل چې نه دا خبره سمه نه ده هسی چټې په چټې لوده ګې رانه  ونه شې !
لنډه دا چې نور مې د صبر او حوصلی پیمانه داسی ډکه شوه چې دننه یې په زړه کې راته د نارامی اورونه بل کړل او داسی یې نارامه کړی وم چې توبه !
دننه نی نارامی مې په فکر او روان کې ورو ورو په ډیریدو وه او لیده می چې نور مې عصابو ته دکنترول او زغم حوصله نه وه پاتی او بی ارادی مې لاس او پښی په خوځیدو شوې ، څو ځله مې کیالې وویسته او لکه خوبه وړی او یا ښه ستړی مې خوله تر غوږو وازه شوه او بیا مې پښی لکه لوده د ټولو مخکی بی ارادی وغزولی ، بیا مې بی له پاملرنی له لیلا سره ورو ورو په خبرو پیل وکړ ، لیلا هم یو څه رانژدی شوه او دفاکولتی د درسونو په څو پښتنو یې مرکه راسره پیل کړه .خو اخوا مې مور او دهغی خور لنډی په خپلو کیسو کې داسی ډوبی وی چې لکه جنګی چرګی به په کاکړو کی سره یو وار نیغی سوی تر څو یو بل په خپل لوړ اواز او کوکو دخبرو اوریدو ته په ګونډه کې او مرکه به یې سره تنده شوه .
 نا څاپی می کاکا جانه سترګو ته خپله مور او دهغی خورلنډه په ریښتیا لکه جنګې چرګي را څر ګندی شوی چې ددی صحنی په جوړیدو مې نژدی و له خولی چیغه وواوزی اوپه توبو ویستو مې خپل سر د لیلا غوږ ته ورنژدی که او ورته ومې میل :
– ته دا  دواړه چرګی وینی چې یو بل ته کاکړی وهی ؟ ماته خو دواړه لکه برګی جنګې چرګي ښکارې چی یو بل ته یې ورمیږونه ببر وی ، همداسی نه ده ؟
لیلا ددی خبری په اوریدو سره ناببره له خندا پخ وهل او ښه په زوره یې څو ځلې له زړه وخندل ، دلیلا خندا ته زما هم خندا راغله او داسی په کړس مې خندا پورته شوه چې ناببره مې دټولو پاملرنه ځانته راواړوله، او ښه په زوره مې  لوده  لوده وخندل !
ومې لیدل چې دخندا په کیدو می بیرته ارامې بدن ته راوګرځیده او په اصطلاح د لوده ګی په خوند نوی پوه شوم ، آخ خدایه لوده ګې هم عجبه دنیا لری ،هغه څوک چې په داسی حالاتو کې ځوانانو ته لوده ګان وایې نه پوهیږې چې د ژوندانه خوند څه شې دی ؟ او یا که په دی خبره لکه سلیم خان پوه وی نو شاید دوه چنده او دری چنده ځان په لوده ګي ووهی !
مونږ لا دخپلی لوده ګې په خوږه دنیا کی  ډوب و چې نا څاپی مې مور لکه کلنګی چرګ دا ځل غاړه پر ما برګه کړه اوپه وچ قهر یې راته وویل :
– پڅی !  لوده ،خوله دی اینجاړه اینجاړه مه کو ، وزه باندی وزه ، رنګ دی ورک که !
دمور د قهر او پټکو په وړاندی مې هیڅ هم ونه ویل ځکه چې زړه مې په لوده ګی سوړ کړی و ، اوکه نه نو که چیری مې مور دمخه داخبره راته کړی وای نو لکه ځانمرګی به په خونه کی درز چاودلی وم .
به ارامی سره په داسی حال کې چې مسته خندا مې لا په شونډو ماته وه له خونې بهر او د خپلی مور په لوده توب چې زما دمینی دنیا یې  په ستونی کې خپه کړه او زه یې میلمنو ته مسخره کړم هک هیران پاتی وم . سره له دی چې زړه مې وه څو دقیقی نور هم ځان په لوده توب ووهم او خونه کی پاتی شم خو دمور له ډاره  ژر له خونی ووتم ، ځکه نه مې غوښتل چې زما او مور تر منځ د میلمنو تر مخی شخړه وشې اوله بلی خوا نه مې غوښتل دهغوی مجلس هم خراب کړم .
دکور په دالان کې هک پک ودریدم ، سوړ اوږد اوسیلی مې وکیښ او بیا مې خپل غوږ دخونی د ور په سورې  ونیوه چې هغوی زما دلوده توب په اړوند څه وایې ؟ په ځیر مې واوریدل چې مور می له خپلی خور لنډی سره لکه دپخوا په شان هم هغسی لوده لوده لګیا  دې او په همهغه زړه موضوع خپلو کیسو ته دوام ورکوې .
زړه مې په لیلا خواره کې وسو چې کله زما او کله هم دخپلی مور خولی ته لوده غوندی وازه خوله پاتی ده !
 څو شیبی نورهم دخونی دی ور شا ته پاتی شوم تر څو لیلا ځان په لوده ګي ووهی اوهغه هم له خونې راوشړې !
دوه دری ګینټی نوری هم تیری شوی خو لیلا لوده نه شوه ، هغه خواره کی شاید خپلی لوده ګی ته اوس بهانه ونه لری ، خو خاماخا یوه ورځ راتلونکی ده چې مونږ به خپلی ګډی خندا ته ، دواړه په ګډه ځانونه په لوده توب ووهو !!