کندهار : پلټونکي عمليات دوام لري
په کندهار ښار او شاوخوا ولسواليو کښي د همکارى د پلان مطابق پلټونکي عمليات دوام لري.
افغان او ايتلافي ګډو ځواکونو تېر ماښام د کندهار ولايت په ارغنداؤ ولسوالۍ کي پلټونکي عمليات تر سره کړي چي په پايله کي يې د دولت ضد څلور وسلوال مخالفين نيول سوي چي پکښي يو سرګروپ او د ماينونو جوړوونکى هم شامل دى.
افغان او ايتلافي ګډو ځواکونو تېر ماښام د قوې استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ارغنداؤ ولسوالى په چهار قلبې او ميانجوۍ کليو کي د مخالفينو د ياد سرګروپ د نيولو په موخه يو کور کلابند کړ او د کور د پلټني پر مهال يې ياد سرګروپ له خپلو درو تنو سره يو ځاى ونيوى چي دا مهال د ګډو ځواکونو تر پوښتنو ګروېږنو لاندي دى.
په ارغنداؤ ولسوالۍ کي د يادو پلټونکو عملياتو پر مهال ملکي وګړواو دولتي ځواکونو ته کوم ډول مالي او ځاني زيان نه دى اوښتى.
له کندهار ښاره وروسته ارغنداؤ لومړۍ ولسوالي ده چي پکښي د همکارى د تدابيري پلان د پلي کولو په موخه پلټونکي عمليات پيل سول چي وروسته يې لمن د پنجوايې او ژړۍ ولسواليو ته هم وغځيده.
د ولسوواليو تر څنګ په ټول کندهار ښار کي هم سره له ننه د ملي اردو، ملي پوليسو، ملي امنيت او ايتلافي ځواکونو له خوا تصفيوي عمليات پيل سوي چي مشري يې د کندهار د امنيت امر فضل احمد شيرزاد پر غاړه لري چي د کندهار ټولي ناحيې به يې تر پوښښ لاندي راسي او په ترڅ کي به يې په کندهار ښار کي ګرځيدونکي ټول وسايط، شکمن کورونه او کنډوالي هم پلټل کيږي.
په کندهار ښار او شا وخوا ولسواليو کي د همکارى د تدابيري پلان لاندي په روانو پلټونکو عملياتو کي په سلګونه افغان او ايتلافي ځواکو نه برخه لري چي په نتيجه کي به يې ډير ژر کندهار د پوره امنيت څخه برخمن سي .
د کندهار د امنيت امر سمونوال فضل احمد شيرزاد پر کندهار ښاريانو ږغ وکړ څو له امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي او هغوى ته يې ډاډ ورکړ چي ټول امنيتي ځواکونه د ښاريانو د خدمت لپاره کار کوي او تر وسه وسه به هڅه کوي څو د کندهار اوسنى امنيتي حالت چي څه ناڅه ښه سوى نور هم بهتر کړي.
په کندهار ښا او اړوند ولسواليو کي ټول پلټوونکي عمليات په کندهار کي د همکارى د تدابيري پلان يوه برخه ده چي له تېرو څو مياشتو راهيسي پيل سوي او تر اوسه يې لړۍ روانه ده .