غزل

د لراوبر اداره | سپتمبر 29th, 2010


چې لږ ویده شم خوب کې تا ووینم
ستا دیادونو سپین سبا ووینم

په لېونۍ مینه راوګوره بیا
چې لېونی شم لږ دې بیا ووینم

په دې رنګین جهان کې مینه کوم
پرته له تا هر څه تالا ووینم

چې دې په سترګو کې شم سترګې اشنا
پخپلو سترګو کې به تا ووینم

له ځانه ورک دنیا نه ورک غوندې شم
وا پښتنې چې دې وفا ووینم

عشقه ګلونه مې دزړه پر دښته
خواره واره کړه چې اشنا ووینم

ستومانه پاتې شه دزړه کور کې مې
تا به په ژوند کې هره خوا ووینم

«

Copyright Larawbar 2007-2024