برتانيه: افغان ځوان په١٢٠٠٠٠ محصلينو كي اول مقام ګټلى دى

34 | سپتمبر 30th, 2010


د برتانيې په مشهور پوهنتون کېمبرج کي د طب پوهنځي د کانکور په ازموينه کي يو افغان د ١٢٠٠٠٠ محصلينو په منځ کي لومړى مقام ګټلى دئ.
دغه افغان زلمى شيرشاه نومېږي او اتلس کاله عمر لري. شيرشاه وايي په راتلونکي وخت کي غواړي چي د خپل هيواد افغانستان لپاره د يوه ښه ډاکټر په توګه خدمت وکړي.
د شيرشاه لومړيتوب يو ځل بيا په نړۍ کي افغانانو ته افتخار ورپه برخه کړ.

Copyright Larawbar 2007-2024