كندهار:معروف ته هيڅ پاملرنه نده سوې
د کندهار ولايت د معروف ولسوالۍ اوسېدونكې وايې، چې په سيمه كې يې له تيرو څو كلونو راهيسې د پرمختګ او بيارغاونې چارې نه دي ترسره شوې.
دوى له ولايتي چارواكيو څخه غوښتنه کوي ،چې د دوى سيمې ته خپله پاملرنه زياته كړي .
معروف ولسوالي د كندهار له مركز څخه جنوب ختيځ لور ته له ۲۰٠ كليوميترۍ څخه په زيات واټن كې موقعيت لري .
دغې ولسوالۍ ته له تاريخي پلوه هم زياته اهميت وركول كېږي او دافغانستان د زياتو سياسي څېرو په ګډون د پخواني ټولواك امير دوست محمدخان مېنه هم ده .
خو د دې سيمې ځايي اوسېدونكې وايې، چې له تيرو څوكلونو راهيسې په دغه ولسوا لۍ كې ، پرمختيايي چارې په نشت حساب دي .
ځايې اوسېدونكې په ولسوالۍ كې د نسبي امنيت سره سره پر ولايتي چارواكيو نيوكه كوي، چې د دوى سيمي ته يې هيڅ پاملرنه نده كړې .
روغتيا،ښوونه اوروزنه ،مخابراتي اړيكي او تر ټولو مهم د دغې ولسوالۍ خامه سړك ، هغه سترې ستونزې دي چې ځايي خلک ورسره په زياتو ستونزو كې ښكېل دي .
رحمت الله د معروف ولسوالۍ اوسېدونكى لراوبرته وويل: ((كه ر يښتيا ووايو له تيرو ۹ كلونوراهيسې اصلاپه دغه ولسوالۍ كې هيڅ كارندى شوى ، زموږ صحت ،لارې، د خلکو اقتصاد مو وګورۍ ،تعليم اوتربيه خو مو هيڅ وجودنه لري اوپه ټوله ولسوالۍ كې له يوې ديني مدرسې پرته بل هيڅ څه په ښوونېز بهيركې نه لرو.))
د دې ولسوالۍ د مرکز يو بل تن اوسېدونکى گل محمد وايي، چې د ژوند نورمشكلات خو څه، يوازې د لارو په برخه كې دومره مشكلات لري، چې د يو ناروغۍ له امله زرګونه روپۍ لګول کېږي.
ګل محمد وويل: ((كله چې يو ناروغ تر بولدك يا هم كندهار پورې رسوو، نو يوازې د يو تن پر سرتربولدك پورې ۷ سوه پاكستانۍ كلداري كرايه وركوو او له هغه ځايه بيا۳ سوه نورې وركوو چې تګ راتګ پر يوه نفرباندې ۲ زره كرايه راځي چې دا د يو چا له توان څخه وتلې خبره ده.))
يو بل تن حاجي نصرالله وايى:((وروره! تربل هرڅه لومړى دې زموږ د سړك غم راوخوړل شي، چې لار مو جوړه شي، زموږ ډېر مشكلات ورباندې حلېږي.))
د معروف ولسوال عبدالصمد دراني لراوبرته وويل، چې د ولسوالۍ د مركز او ارغستان ولسوالۍ ترمنځ سړك چې ٨٠کيلومتره واټن لري د پخېدو لومړنۍ سروې هم شو ې .
ولسوال وايي : ((دبولدك ارغستان ترمنځ دلويې لاري دډمبرېدو چارې نږدې څو مياشتې وړا ندې بشپړه شوې ، او دغه لار چې معروف اوارغستان سره نښلوي كه جوړه شي زموږ د ولسوالۍ ټولې ستونزې راحل کړي.))
د دغې ولسوالۍ د روغتيايې ستونزو په اړه د كندهار د عامې روغتيا رييس ډاكتر عبدا لقيوم پخلا وايې، چې دوى ټول امكانات په واك كې لري ،خو تر دې مخكې د ولسوالۍ يو شمېر او سېدونكو روغتياپالانوته ستونزې جوړولي.
د نوموړي په وينا، له همدې كبله خپله د سيمې روغيتاپالان په معروف ولسوالۍ كې كاركولو ته زړه نه ښه كوي.
ډاکترپخلا وويل:((موږپه كندهاركې ددغې ولسوالې پنځه تنه ښه ښه ډاكتران لرو،ټول امكانات زه ورته برابروم او دوى دې هغه خپل خلک راضي كړي، چې راشي ورته كاروكړي ، دبدخشان او تخار روغتياپالان خو د تل له پاره د دوى ستونزې نشي ورحلولاى.))
د كندهار د عامې روغتيا رييس چمتوالۍ وښود، چې كه ځايي اوسېدونكې له روغتيايي پروګرامونو سره خپله مرسته وكړي، نو دوى به امكانات ورته چمتوكړي .
د ځايي خلکو سره سره د كندهار والي هم مني، چې په دغه ولسوالۍ كې د پرمختګ او سهولتونو چاروته پاملرنه نده شوې.
نوموړي خبريالانوته وويل، چې له تيرې يوې مياشتې راهيسې يې معروف ولسوالۍ ته دا دويم سفر دى او د ستونزو په حل كې به دوى پاملرنه كوي .
د کندهار والي زياته كړه:((ريښتياهم دغې ولسوالۍ ته كارندى شوى، موږزياته هڅه كوو، چې په ولسواليوكې اولس ته لازم خدمات وړاندي وكړو اودغه پروسه موله يوشمېرولسواليوڅخه راپيل كړې، چې ډېرژر به دلته هم دغه پروګرام عملي بڼه خپله كړي.))
د يادونې وړده، چې په معروف ولسوالۍ كې د نړيوال سوله ساتي ځواك ايساف تر چتر لاندې د متحده عرب اماراتو عسكر ځاى پر ځاى دي، چې د امنيت او بشري مرستو په چارو كې په دندوبوخت دي.