كندهار:كرزي دمحلجات له۲زره كورنيوسره مرسته وكړل
دكندهاردښاراوډنډوالسوالۍ ترمنځ دپرتې سيمي محلجات دسيمي له زرگونوكورنيوسره دولايتي شورا دريس له لوري دخوراكې توكومرسته وشول .
په مرسته شويوخوراكې توكوكې اوړه ،خوړي ،بوره اويوشمېراړين خوراكې توكې شامل وو .
دكندهاردولايتي شورادريس احمدولي كرزي له لوري ،مرشته شوي خوراكې توكې
دمحلجات د۲ زره كورنيولپاره چمتوشوي .
دغه سيمه كې چې دډنډوالسوالۍ اودكندهارله ۳ ناحيوسره شريكي برخي لري ،څواونۍ مخكې پكې پلټونكې عمليات ترسره شول .
ځايې خلگ وايې چې هغه مهال ددغوپوځي عملياتوله كبله دسيمي گڼې كورنۍ دخپل سردخونديتوب په موخه نوروسيموته وكوچېدې .
كه څه هم اوس په محلجات سيمه كې په نسبي ډول امنيتي وضيعت دډاډوړبلل كيږي، خو سيمي ته كوچېدلي كورنۍ وايې چې دوى خوراكې مرستوته اړتيالري .
محلجات چې يوه كرنيزه اوحاصل خېزه سيمه ده ، پركندهارښارباندې له هره پلوه زياته اغېزمنه بلل كېږي .
دكندهارولايتي چارواكې وايې چې ترټولولمړى يې ددغي سيمي امنيت ته پاملرنه ده ،اوپه خواكې يې به يې ځايې خلگوته دخدماتودوړاندي كولولپاره يوشمېرټولگټي پروژې هم پلي كړي .