پكتيا- څمكنيو ولسوالۍ كي محلي پوليس جوړيږي

د لراوبر اداره | اکتوبر 1st, 2010


د پكتيا اړوند څمكنيو ولسوالي كي سيمه ايز( محلي ) پوليس جوړيږي د پکتيا ولايت مطبوعاتي دفترڅخه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي .


په دي سفر كي چهار شنبه د ميزان اوومه د پکتياوالي والي سره يو څای د كورنيو چارو وزارت څخه جنرال خان محمد د  محلي پوليسو ريس ، د دفاع وزارت څخه جنرال ظاهر او د سيمه ايزو ارګانو او ملي امنيت رياست استازو برخه اخيستيي وه


په خبرپاڼه کي د والي له خولې ويل سوي چي دپکتيا غواړي د څمکنيو د امنيت د لا ښه والي په موخه دي سمي ته ۲۵۰ تنه محلي پوليسو وركول كيږي چي خپلي سيمي ، كورونه او ولس امنيت وساتي ، ده وويل دا پوليس به ځانګړي يونوفورم ولري او د ولسوالي د امنيه قوماندان تر څارني او فرمان لاندي به كار كوي  او نشي كولاي چي له خپلي ولسوالي څخه بلي ولسوالي ته له وسلي او يا اجازي پرته ولاړ شي


د خبرپاڼي له مخي والي د خپلو خبرو پر مهال وويل چي  نه غواړي په سيمه كي موازي حكومتونه جوړ كي او ټينګار يي وكړ چي په راس كي ولايت ، امنيه قوماندان او ولسواليو كي له دي پوليسو نه د ولسوالي قوماندان څارنه كوي او ددي پوليسو پيژندګلوي او تضمين هم د ولسوالي شورا كوي چي سالم كسان ورته معرفي شي


د پکتيا والي وياند روح الله سمون وايي چي ډير ژر به د پكتيا والي په پټان سرحدي ولسوالي ته سفر وكړي اوهلته  هم د محلي پوليسو په اړه لمړني غونډه جوړه كړي .

Copyright Larawbar 2007-2024