مکسيکو:دوه ويشت تنه تښتول شوي
65
په مکسيکوکې چارواکو ويلي دي چې نامعلومو وسله والوکسانو نږدې دوه ويشت سيلانيان له ځان سره بيولي دي .
دنوموړې هيواد چارواکې وايي دغه پيښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې دغه سيلانيان دشپې لپاره دځاى په لټه کې وه او دوسله والو لخوا پرې بريد وشو.
تردې دمه ديادې پيښې اصلي عاملين نه دي نيول شوي خو چارواکې په ياد هيواد کې د ډيرى داسې پيښوپړه دنشه يې توکو پرقاچاق وړونکو وراچوي .
دا په داسې حال کې ده چې په نوموړې هيواد کې دنشه يې توکوپه وړاندې دمبارزې راهيسې چارواکې داته ويشت زره کسانو دوژل کيدو خبر ورکوي .
ويل کيږي دغه کسان دبيلابيلو شخړو له امله له دوه زره شپږم کال راهيسې وژل شوي دي .