کور / شعر / داور مجمر

داور مجمر

زه پوهیږم چی دمینی لار اوږده   دی
 نه صبریږی ځما زړه په عشق اخته  دی


عشق څه دی ارادت   د تللی  زړه دی
د  آ شنا په  تار د زلفو  کی  بسته دی


نصیحت هیڅ په کار نه دی تللی زړه ته
د آ شنا مینه می زړه کی اوس میشته دی


زه د ستا خبری  واورم  که د زړه خپل
 زړه می وایی چی   دیار مینه   خوږه دی


( مل » د اور په مجمر ایښی دی خپل زړه
زړه د اور په سوځیدو کی اموخته دی


۱۴.۹.۲۰۰۶ جرمنی