هلمند: په دوو جلا پېښو کي يو ولسي وګړی دوه طالبان وژل سوي دي

د لراوبر اداره | اگست 22nd, 2011


د هلمند د گرشك ولسوالى د ټولنيزې شورا غړى جان محمد چې نوموړي په دې شورا كې د ده آدم خان د سيمې استازي توب كاوه د يكشنبې په ورځ د يوې بجې په شاوخواكې د گرشك ولسوالى په بازاركې د نامعلومووسلوالولخوا د وسلوال بريد په ترڅ كې په شهادت رسيدلى دى.


دهلمند ولايت چارواکي وايي بريد كووونكي په تيښته بريالي شوي خود پوليسولخوايې د نيولوپه موخه پلټنې روانې دي.


دغه ډول د هلمند چارواکي وايي چي د ناوې ولسوالۍ د ترخه زابر په سيمه کي سيمه ايزو خلکو دوه طالبان تيره شپه هغه مهال په ډبرو ووژل چي د کلي يو اوسيدونکی چي د تراوو وروسته کورته روان وو راګرځولی او په ډزو وژلی و .
د هلمند چارواکي وايي دغه پيښه د هلمند د ناوې ولسوالى د ترخه زابرپه سيمه كې د شنبې ورځې په ماښام هغه مهال رامنځ ته شوه كله چې دوو وسلوالوطالبانوباريداد د سيمې يو۶۰كلن سپين ږيرى چې د تراويح له لمانځه څخه راوتلى او ورته يې ويلي دي چې ته بازارته د څه شي لپاره تللى وې خو وروسته يې ياد ۶۰كلن سپين ږيرى په ډزو وژلى چې بياد كلي خلك راوتلي له وسلوالوطالبانوڅخه يې وسله اخيستې اودواړه يې د ډبروپه گذارونووژلي دي.
 د يادي پېښي په اړه طالبانو رسنيو ته څه نه دي ويلي .


 

Copyright Larawbar 2007-2024