کور / شعر / د وطن ياد

د وطن ياد

خدایه ګوره دغه څنګه زمانه سوله نن بیا
له هر چا نه پاته کور او خزانه سوله نن بیا

ټول جهان ته افغا نان خواره واره شول
چا ته دلته چا ته هلته ژوند کول با نه سوله نن بیا

هر طرف ته د هجرت کاروان روان شو
دغه ښه ژوند راته څنګه افسانه سوله نن بیا

په پردو ملکو کی ګرځو حیران او سرګردانه
د خپل ګران وطن کلتور نه بیګانه سوله نن بیا

دغیرت او شجا عت احساس دي څو شولو افغانه
په خپل قوم او پخپل کورکې مسخره سوله نن بیا

د فکرونو او خیا لونو ټال کې ډوب یو نه پوهیږو
دا فاني ښکلی نړۍ را ته نن څنګه بیګا نه سوله نن بیا

د نفاق اورونه بل شول اتفاق له منځه ولاړی
دغفلت تیارې خپرې سوې مستقبل راته خطره سوله نن بیا

چاته خاندم چاته ژاړم سر نوشت را څخه ورک دی
د ملي غرور احساس می نن په زړه کې زلزله سوله نن بیا

قرباني د نا پو هانو د سیا ست شو ځان ته ګورو
څنکه لمر او سپوږمۍ دواړه د رڼا پر ځا ی تیاره سوله نن بیا

زما دتوان او دقدرت نړۍ څنګه سولې ورانه
نن نا چاره بی توانه لاس او پښی می زولا نه سوله نن بیا

ددنیا غمونه ډیر دي دو طن غم را سره دی
زما دا ښکل پا که خاوره څنګه خرابه سوله نن بیا

د تشویش او فریادو وسوسه مه کوه زرنګه
د قسمت او نصیب ستوري دي چپه سولو نن بیا