ازادي راډيو په سهيل لويديځ کي پنځه زره راډيوګاني ويشي
ازادۍ راډيو په پام کې لري، تر څو د سوېلي حوزې په څلورو ولايتونو کندهار، هلمند، اروزګان او زابل کې ٥٠٠٠ راډيو ګانې ووېشي.
ټاکل شوې ده، په هلمند کې ٢٠٠٠ راډيوګانې او په پاتې نورو دريو ولايتونو کندهار، اروزګان او زابل کې زر زر راډيوګانې ووېشل شي.
د راډيو ګانو د وېش دغه لړۍ نن د تلې په ١٥مه، له کندهار ولايت څخه پيل شوه او وروسته به هلمند، اروزګان او زابل ته هم وغځول شي.
د دغو راډيو ګانو د وېش هدف په خلکو کې د عامه پوهاوي د کچې لوړتيا او له مطبوعاتي نړۍ سره د هغوى اشنا کېدل دي.
دغه شمېره راډيوګانې به په ولايتونو کې د ليرې پرتو سيمو پر هغو اوسېدونکيو ووېشل شي، چې ټلويزيون او نورو رسنيو ته لاسرسى نه لري.
د ازادۍ راډيو مسوولين وايي، دغه راډيوګانې د ځانګړي معيار لرونکي دي او د هغوى له غوښتنې سره سمې ډيزاين شوي دي.
د دغو راډيوګانو ځانګړتياوې دا دي، چې د لمر په انرژۍ چارجېږي، له دې پرته دچارجولو لپاره يو لاستى لري، موبايل چارجوي او د شپې له لورې رڼا هم کوي.
د يادونې وړ ده چې د ازادۍ راډيو له لورې د راډيو ګانو د وېش لړۍ د سويلي حوزې تر څنګ د هېواد په نورو ولايتونو کې هم پيل شوې، چې شروع يې له مرکز کابل څخه وشوه او په ټول هېواد کې به ٢٠٠٠٠ راډيوګانې ووېشل شي.
ازادۍ راډيو چي د امريکا په مستقيمه مالي مرسته تمويليږي د چک جمهوريت له پراګ څخه خپروني کوي چي په ټول هېواد کې د سهار له اوو د ماښام تر اوو د اوونۍ اووه ورځې خپرونې لري، چې هم په منځنۍ څپو او هم د ايف ايم څپو له لاريې مينه وال اورېدلى شي.