کور / شعر / په لر کې زه مرم، په بر کې زه مرم

په لر کې زه مرم، په بر کې زه مرم

پردی قانون دی پردی واکمن دی
په لر کې زه مرم په بر کې زه مرم
کله مې خوست دی کله هلمند دی
خاوره زما ده بچى زما دی
هیواد زما دی سخته په ما ده
پردی مې وژني زما وطن دی

کله بمونه کله تو پونه
پر موږ وریږي کور مې ورانېږي
نه معلومیږي څنګه دښمن دی
کله په سوات کې کله بونېر کې
کله روزګان کې کله په دیر کې
هر ېو افغان مو په ژړېدن دی

په شینوار غم دی نورستان ژاړی
میندې ژړېږې ځوانان رژیږی
هم اوس شیندند دی
ګناه مې دا ده چی زه پښتون ېم
نه یم چاپلوسه ورسره مومن یم
ځکه مې وژني چی زه تورزن یم

عجیبه لوبه څوک نه پوهیږي
د چا لخوا نه جنګ تمویلیږې
ظلم دی ظلم حالات ویرجن دي
بې کوره شوي ټول فامیلونه
خوراک او څښاک نشته دي درپدره
بس هدیره ده په قوم ماتم دی

دا دسیسه ده د نړیوالو
د پاکستان ده د ای اس ای ده
تباه کوي مې دښمن قارجن دی

تش په نامه ده ددوی دوستې
رانه یی وړې زما هستې
ددوی ده ګټه په ما چې غم دی
چی افغان خوار وي دوی خوشالیږی
زما په مرګ یی زړه نه یخیږی
چی ما غلام کړې دی ارمانجن دی

زړګی می ژاړی سلګو کې وایی
پښتونه ویښ شه دا درته ښایی
اتفاق وکړه دښمن زهرجن دی

پردی ټوپک دی پردی قانون دی
پردی سیاست دی پردی مضمون دی
پردی قدرت دی پردی واکدار دی
موږ ېو بې واکه پردی دلدار دی
پردی راغلى پردی زورمن دی

خپل یم نېولى پردی وژلى
خپل ورسره دی سخت یی رټلى
حیران په دې یم سخت مو ژوندون دی

د افغان وينه چې نن تویږی
هره خوښې یې په غم بدلیږی
چې بس قتلیږی رسا پښتون دی

ګولۍ د بل ده ټټر زما دی
ګټه د بل ده تاوان زما دی
په داسې حال کې زموږ بیلتون دی

ودونه ولي جنازې ولې
روزګار موسخت دی هدیری ولې
ناوې قتلیږی
سوری سوری یې ښکلې بدن دی

رووفي د زړه نه مصرۍلیکلي
په پښتون قوم یې ډیر دې ژړلي
ولې چې ځکه سم پری مین دی