کندهار: دوه هندي جعلکاران خپل هيواد ته وشړل سول
افغانستان ته په جعلي ويزو راغلي دوه هنديان چي د کندهار په محبس کي بند هم کاټ کړى، نن بيرته خپل هيواد ته شړل سوي دي.
د کندهار ولايتي چارواکي وايي دغه کسان په جعلي ويزو افغانستان ته راغلي وو، چي د کندهار پر هوايي ډګر د سرحدي پوليسو له خوا نيول سوي وو.
خبر پاڼه وايي د دوى دوسيه له پوليسو څخه څارنوالۍ ته تللې وه، چي تر يو څه مودې بند وروسته يې نن دوسيه پاى ته ورسېده او نن د هندوستان هيواد ته وشړل سول.
په خبر پاڼه کي راغلي چي افغانستان په جعلي ويزو راغلي د فلپين او نيپال هيوادونو څو نور اتباع هم نيول سوي دي، چي دوسيې يې تر څېړني لاندي دي.