هند: د پونې پوليس افغان محصلينو ته ستونزي جوړوي

د لراوبر اداره | اکتوبر 11th, 2010


د هندوستان د پونې ښار افغان محصلين شکايت کوي چي په وروستيو ورځو کي د سيمه ايزو پوليسو له خوا ستونزي ورته جوړېږي، او ځيني محصلين له هندوستان څخه وتلو ته اړ ايستل کېږي.

په پونه کي د افغان محصلينو مشر محمدآصف هاشمي لراوبر ويبپاڼي ته وويل چي د پوليسو له خوا دغه ستونزي له ډېره وخته ورته جوړېږي، چي په هکله يې دوى په ډهلي کي افغان سفارت او په کابل کي اړوند چارواکو ته هم خبر ورکړئ دئ.

د محمدآصف په وينا پوليس بېله دې چي کوم محصيل ته د هغه جرم يا غيرقانوني کړنه په ګوته کړي، کمېشنري ته يې ور وغواړي، اسناد يې ور وسپاري او په يوه اونۍ يا لسو ورځو کي له هند څخه د وتلو حکم ورته وکړي.

محمدرياض سادات چي له څو کلونو راهيسي په پونه کي په تحصيل بوخت دئ، يو له هغو افغانانو څخه دئ، چي اوس تازه سيمه ايزو پوليسو له هند څخه د وتلو امر ورته کړى دئ.

رياض سادات په پونه کي د ليسانس دوره تېره کړې او اوس د ماسټرۍ د لومړي سمسټر په ازموينو بوخت وو، چي پوليسو دغه ستونزه ورته جوړه کړې ده.

د افغان محصلينو مشر محمدآصف هاشمي وايي سادات ډېر لايق محصيل وو، نه يې کوم جرم کړى او نه هم پوليسو کوم تور پر لګولى دئ، خو له پونې څخه د وتلو غوښتنه ځني سوې ده.
نوموړى وايي که هغه کوم جرم کړى وي بايد ورته په ګوته سي، او که مجرم نه وي، نو له هند څخه ولي ايستل کېږي.

هاشمي وايي چي د رياض سادات په هکله يې له پوليسو څخه د هغه د ايستلو علت پوښتلى دئ، خو هغوى دونه ورته ويلي چي د ډهلي په هوايي ډګر کي به تاسي خپله وپوهېږئ، چي هغه ولي له هند څخه ايستل کېږي.

نوموړي د لراوبر ويبپاڼي له لاري پر رسنيو، افغان حکومت او په ډهلي کي پر افغان سفارت ږغ وکړ، چي د محصلينو پر ستونزو د هندوستان له حکومت سره وږغېږي او ورته راولاړي سوي ستونزي يې اواري کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024