هلمند : د يوه طالب قوماندان په ګډون ٣ وسله وال ونيول سول

عطاالله محمدي | اکتوبر 12th, 2010


لراوبر ته د آى جې سي عامه اړيکو د څانګي څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د يوشمېر پوځي عملياتو په ترڅ کي چي د بهرنيو او افغان ځواکونو له لوري تېره شپه ترسره سول د يوه طالب قوماندان په ګډون درې تنه پکښي ونيول سول . د خبرپاڼي په حواله چي نوموړي قوماندان د شلو تنو وسله والو مشري په غاړه لرله چي تېره شپه د هملند ولايت په مارجې ولسوالۍ کي ونيول سو .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر دې دمه د وسله والو طالبانو سيميز وياند څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024