د مصر له سترګو اوښکې بهیږي

د لراوبر اداره | فبروري 5th, 2011

مصر د عربي هیوادو په منځ کې د مور مقام او  د عربانو په زړونو کې خاص ځایکی لري. د تاریخ په اوږدو کې دا هیواد د عربانو او مسلمانانو د علم او معرفت مرکز ګڼل شوی دی .
په دې ورځو کې دا مور په ژړا ده او له سترګو یې د درد او غم اوښکې بهیږي نو ځکه د ټولې عربي او اسلامي نړۍ د ځمکې مخ لوند او خیشت دی.
د مصر خلک د تاریخ په دې دور کښې د فقر او جهل له بلا څخه خلاصون غواړي ، د مصر خلکو د بې روزکارۍ له آفت څخه د نجات په خاطر خپل غږ راپورته کړی دی ، د مصر خلک د ژوندانه  د اقتصادي او اجتماعي ستونزو له لاسه پوزې ته راغلي او فریادونه کوي ، د مصر خلک د سیاسي بد حالت د ښه کیدو په موخه په هیواد کې سیاسي بدلون غواړي.
عربان او د اسلامي هیوادو خلک په دې خبره خپه دي چې دا مور ولې ژاړي او ولې  ددې مور  لمن   د نا آرامیو په اور کې سوځي.
مسلمانان  د مصر په تاریخي او لرغوني هیواد کښې د حالاتو د ښه کیدو امید او  د امن او استقرار د ټینګښت هیله کوي.
کومه ویجاړي او نا آرامي چې نن سبا په مصر کښې روانه ده ، په دې کښې د یو شمیر مغرضو عناصرو او هیوادونو لاسونه دي .
ددې ستر هیواد ولسمشر حسني مبارک قوم ته په خپل ورستي خطاب کښې وویل چې دې به د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې چې د ۲۰۱۱ میلادي کال د سبتامبر په میاشت کې  ترسره کیږي، ګډون ونکړي . نوموړي همداشان له خپلو مخالفینو سره د خبرو آترو وړاندیزونه  هم کړي  دي ، خو د ولسمشر حسني مبارک دا خبرې  او وړاندیزونه د مخالفینو په وړاندې د منلو وړ نه دي ګرځیدلي.
مصرنن د تاریخ  له یو حساس او خطرناک موړ څخه تیريږي . ددې ویره شته چې دا پاڅونونه او نا آرامي به  په کورنیو شخړو او ناورینونو بدل شي .
اوس د یو قاطع او عاقلانه تصمیم نیولو وخت دی . د مصر جمهور رئیس ته ښايي چې له تعقل څخه کار واخلي او د ستونزو د حل دپاره هغه لار غوره کړي چې په هیواد کې یې سوله او استقرار تامین شي.  که له تعقل څخه کار ونه خستل شی نو حالات به نور هم کړکیچن شی او داسې حد ته به ورسي چې  بیا به یې  مخنوي او کنترول  ډیر ګران وي او ددې مور اوښکې په همداسې روانې وي.
الحاج فضل الله رشتین

Copyright Larawbar 2007-2024