کور / اسلامي / دتوحیداحکام اومسائل (دوولسمه برخه)

دتوحیداحکام اومسائل (دوولسمه برخه)

ژباړه : مؤمن مهاجر(muhajir222@yahoo.com)

دتوحیدپېژندلوګټه :

له عثمان بن عفان رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : مَنْ مَاتَ وَهُوَیَعْلَمُ اَنَّ لَا اِلَهَ اِلَّااللهُ دَخَلَ الْجَنَّةَ .(مسلم) یعني څوک چي مړشي اوپه دې باوروي چي له یوه الله جل جلاله پرته بل معبودنه شته(په توحیدخبروي)نوجنت ته به داخل شي . بایدووایوچي دلته هغه سړی مراددی چي دتوحیدله علم ترلاسه کولووروسته دهغه غوښتنې هم پوره کړي .

دزړه له اخلاصه توحیدمنونکی به جنت ته ځي :

له ابوسعیدخدري رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : من قال لااله الاالله مخلصادخل الجنة . (حدیث صحیح سلسلة الصحیحة ۲۳۵۵) یعني څوک چي په اخلاص لااله الاالله ووايي هغه به جنت ته ننوزي . په یوبل روایت کي داسي راځي : من قال لااله الاالله اوجب الله عزوجل له بهاالجنة واعتقه بها من النار. چاچي یوازي دالله لپاره دلااله الاالله کلمه وویله نوالله جل جلاله دهمدې کلمې په وجه دجنت دخول ورته واجبوي اوله دوزخه یې ازادوي . بایدووایوچي په دې اووروسته نورواحادیثوکي چي جنت ته دموحد دخول اوله دوزخه دخلاصون کومه یادونه شوې ددې مطلب هیڅکله دانه دی چي که څوک دتوحیدکلمه ووایي هغه دي هرهغه څه کوي چي زړه یې غواړي . بلکه که موحدهم ګناوکړي نودوزخ ته به ځي . البتة دخپلوکړو ترسزاوروسته به بالاخره جنت ته ځي . له دوزخه دخلاصون مطلب دادی چي دی ابدي دوزخي نه دی . ددغوټولو احادیثومفهوم همدادی .

دتوحیددکلمې پرویونکي دوزخ حرام دی :

له مالک بن انس رضی الله عنه څخه روایت دی چي : ان نبی الله صلی الله علیه وسلم ومعاذبن جبل ردیفه علی الرحل قال یامعا‌ذ! قال : لبیک رسول الله وسعدیک،قال : یامعاذ!قال : لبیک رسول الله وسعدیک،قال : یامعاذ! قال : لبیک رسول الله وسعدیک،قال : مامن احدیشهدان لااله الاالله وانّ محمداً رسول الله صدقامن قلبه الاحرمه الله علی النار،قال : یارسول الله!افلااخبربهاالناس فیستبشروا؟ قال : اذاً یتکلوا،فَاَخْبَرَبهامعاذ عندموته تأثماً. (متفق علیه )

ژباړه : معاذبن جبل له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره پرسپرلۍ سپوروو،رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : معاذه! ده وویل : اې دالله رسوله! حاضریم،ده بیاوویل : اې معاذه! ویې ویل : حاضریم،هغه بیاوویل : اې معاذه! ویې ویل : حاضریم . رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : هرڅوک چي دزړه له اخلاصه لااله الاالله محمد رسول الله ووايي نوالله جل جلاله به اورپرحرام کړي . معاذوویل : اې دالله رسوله! ایاپه دې خلک خبرنه کړم څو هغوئ خوشاله شي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : بیابه خلک یوازي پرهمدې اعتمادوکړي (یعني اعمال به پرېږدي) معاذرضی الله عنه دعلم پټولودګناله وجې داحدیث دمرګ پروخت بیان کړ.

دمحمودبن ربیع رضی الله عنه په روایت کي دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : فان الله قدحرّم علی النارمن قال لااله الاالله یبتغي بذالک وجه الله . یعني الله جل جلاله پرهغه سړي اورحرام کړی چي لااله الاالله ووايي اوپه دې سره یې هدف دالله جل جلاله رضاوي .

پرتوحیدوفات شوی سړی به جنت ته ځي :

له معاذرضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : من کان آخرکلامه لااله دخل الجنة . دچاچي وروستۍ وینالااله الاالله وي هغه به جنت ته ننوزي .له حذیفه رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : من قال لااله الاالله ختم بهاله دخل الجنة . یعني څوک چي لااله الاالله ووايي اوبیایې ژوندپرهمدې پای ته ورسېږي هغه به جنت ته داخل شي . په یوبل روایت کي داسي راځي : من مات مسلمامؤمنالایشرک بالله شیأفوجبت له الجنة . څوک چي مسلمان مؤمن مړشي له الله جل جلاله سره هیڅ شرک ونه کړي هغه ته جنت واجب شو.

موحدبه داخرت په ورځ درسول الله صلی الله علیه وسلم شفاعت ترلاسه کړي :

له ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : اسعدالناس بشفاعتي یوم القیامة من قال لااله الاالله خالصاً من قلبه اونفسه . یعني په خلکوکي دقیامت په ورځ زمادشفاعت ډېرحقدار هغه څوک دی چي دزړه یانفس په اخلاص لااله الاالله ووايي .