پکتيا:يو ښوونځي كټي اخيستني ته وړاندي شو
( پنجشنبه د تلې ۲۲ مه ) د سلاكار وزير او پكتيا والي ډګر جنرال جمعه خان همدرد او د پكتيا د پوهني ريس انجنير محراب الدين شفق لخوا د يوه باب ښوونځي پرانيسته وشوه
دا ښوونځي د عبدالخيلو ليسه نوميږي ، چي په يوه پوړ كي په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي او په مركز ګرديز كي موقعيت لري
دا ودانئ اته درسي او څلور اداري خوني لري او په يو وخت كي ۵۱۰ زده كوونكي پكي زده كړه كوي
دا ښوونځي په پنځه جريبه ځمكه كي جوړ شوي چي له ټولو اړينو ملحقاتو سره لكه اوبه ، بريښنا ، احاطه ، تشنابونه، ميز او كرسئ پري ۱۶۶۷۳۲ ډالره لګښت شوي چي په ګرديز كي ميشت بيا رغاوني ټيم لخوا وركړل شوي
د دي ښوونځي مسوول شركت مدنيت افغان نوميږي چي د يو كال په ترڅ كي يي دا پروژه بشپړه او ګټي اخيستني ته وړاندي كړه
پكتيا والي د پرانيستي پر مهال پر ټولو پكتيا والو غږ وكړ چي خپل زامن او لوڼي د علم په زيور سينګاري كړي