ميدان وردګ: د طالبانو ځايي قومندان له ملګرو سره نيول سوئ
د ميدان وردګ ولايت چارواکو د يوه طالب قومندان او پنځو نورو ملګرو د نيولو خبر ورکړ.
د ولايت له مقام څخه خپره سوې خبر پاڼه وايي دغه قومندان چي د کابل او کندهار پر لويه لاره به يې حملې کولې، د سيدآباد ولسوالۍ اړوند د سالارو چينې د هفت درې په سيمه کي د افغان او ايتلافي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کي ونيول سو.
د نيول سوي قومندان نوم ملا اصيل ښودل سوئ، چي وايي ګڼ شمېر سپکي او درنې وسلې هم ورسره نيول سوي دي.