بېړنۍ خبر: کندهار يوې درنې چاودني ولړزاوه
پنځه دقيقې مخکي سيمه ايز وخت د ماخستن پنځه باندي اته بجې د کندهار ښار په زړه کي يوې درنې چاودني د مالي زیان تر څنګ مرګ ژوبله هم رامنځته کړه .
له کندهاره د لراوبر خبريال د تازه خبر له مخي د توپخانې دروازې د کاکا سيد احمد ښوونځی او دوهم لمبر قول اردو د دروازې تر منځ درنې چاودنه رامنځته سوه چي تر اوسه يې د مرګ ژوبلي دقيقه شمېره نه مالوميږی . سيمه د ملي اردو او پوليسو لخوا کلا بنده سوې ده ، خلک او پوليس د زخميانو او مړو سوو کسانو په ټولولو بوخت دي . په دې اړه بشپړ معلومات وروسته له لراوبره پرلیکه کيږي .