حامدکرزی:د سولي عالي شورا ته خلک هيله مند دي
ولسمشرحامدکرزي ويلي دي چې دسولې عالي شورا دافغانستان خلک ديوه سوله ييز او روښانه راتلوونکې ته هيله مند کړي دي .
ښاغلي کرزي زياته کړي افغان حکومت تل هڅه کړې څو د دولت مخالفو وسله والوته دسولې له لارې دبيرته راتګ زمينه برابره کړي .
ولسمشر کرزي په وينا دسولې دمشورتي جرګې جوړيدل ددغه هڅو يوه بيلګه ده .
ده وويل اوس دسولې عالي شوار جوړيدل هغه ګام دى چې افغان حکومت يې ديوې ښې او روښانه راتلوونکې ته هيله مندکړې ده .
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرښاغلې حامد کرزي ويلي دي چې دسولې دعالي شورا جوړيدل اوددغه شورا غړيوته داسانتياو برابرول دهرافغان او په ځانګړې توګه د دولت دنده ده .