داسرائيلو پوځيانو په ډزو کې يوفلسطيني وژل شوى ۲ زخميان دي
فلسطيني چارواکو ويلي چې داسرائيلو پوځيانو په ډزو کې يوفلسطيني وژل شوى او دوه نورټپيان شوي دي .
په غزه کې دواکمن ګوندحماس ډلې ويلي پيښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې داسرائيلې سرتيرو جنګي بيړيو ددوي په کمپ باندې بريد ترسره کړ.
درپوټونو له مخې په دې وروستيوکې اسرائيلي ځواکونو دحماس ډلې غړې تربريد لاندې نيولي چې له امله يې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
دا په داسې حال کې ده چې داسرائيلو اوفلسطين ترمنځ دسولې خبرو اترو لپاره په منځني ختيځ کې دمګړۍ هم هڅې رواني دي .