بغلان :د زده كوونكو ترمينځ د واليبال سيالۍ ترسره شوى
د بغلان ولايت: د بغلان ولايت په مركز كې د ښوونځيو د زده كونكو ترمينځ د واليبال خزاني سپورتي سيالۍ ترسره شوې .
د والیبال په هغه لوبوكې چې نن د روان کال د ميزان د میاشتی په ۲۵ مه، د بغلان ولايت د شش صد كوتي په ورزشى لوبغاړى كې ترسره شوى پكې د دغه ولايت د پوهنې رئیس محترم سعید منصور سربيره ګڼ شمير دولتي چارواكو، استادانو، زده کوونکو او د واليبال مينه والو ګډون درلود .
د واليبال په غه په زړه پورې سيالي كې چى د سيد جمال الدين افغان او خواجه كمال ولي ليسو د تيمونو ترمينځ ترسره شوه چې د لوبى په پايله كې ۳ د ۲ په مقابل كې د خواجه كمال ولي ليسى په ګټه پاي ته ورسيده .
د یاد ونی وړ ده چی د والیبال دغه سیالی د بغلان ولایت د پوهنې رياست د بدنى روزنۍ د آمريت لخوا پيل شوي دي.