کور / شعر / زما غريب پښتانه

زما غريب پښتانه

زما غریب پښتانه
اوس مې هیواد ټپي ټپي ښکاریږي
هره شیبه په کې دغم خبرې
دهر سړي دخولې نه اورمه زه
دغرولمن کې دګلونو پر ځای
راته بمونه دډالۍ په توګه
نن دباران پرځای سکروټې پرما
زما په کلي اورې
زما دمظلوم وینې ناحق توییږي
دالقاعدې او دطالب په نامه
زما غریب پښتانه
نن ټول تبا تبا شول
زما دشهید په وینو سره خاوره
زما دغازیانو مسکن
زما دمیړانې خونه
زما دغیرت ټاټوبی
په کې غوغا جوړه ده
راځئ همغه پخواني پښتانه
دراکټ توره میله
دبم بد مرغې جوړې
له بنده ونیسو خطایې کړو دسند په لوري
داواسکټي بریدونه
داچریکي بریدونه
نورد قلم په توګه
دوحدت فضاکې
اودجرګې له لارې
په مرکه باندې یې حل کړو سره