دسپوږمۍ ځلا

36 | اکتوبر 18th, 2010


سحر چې شم بيداره يوجنجال مې وي په مـــــــــــــــــخ کې
له وخت سره په جنګ يمه زوال مــــــــــــــــې وي په مخ کې
په هڅه کې ددې يم چې بهر شم لـــــــــــــــــــــــــــــــه دې شره
منزل مې نه ختمېږي پوره کال مې وي په مـــــــــــــــــخ کې
نه زه وينم جانان اونه دى کلي ته راغـــــــــــــــــــــــــــــــــــــلى
تصميم چې دتلو وکړمه دېوال مې وي په مـــــــــــــــــخ کې
داڅرنګه ټولنه ده داڅرنګه پښتـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوده
هروخت وي ازموينه هريو سوال مې وي په مــــــــــــــخ کې
هرڅوک په دې پوهېږي چې هرکار په پښتـــــــــــــــــــونشي
له خپل نه چې ګوښه شم نړيوال مې وي په مـــــــــــــــخ کې
سپوږمۍ او ستوري ټول دي سپوږمۍ داسې ورته وايي
کومه چې (ځلا) ستا سو جمال مې وي په مـــــــــــــــخ کې

Copyright Larawbar 2007-2024