کور / راپور / خوست:د مصطلحاتو دساتني په موخه لاريون او پريکړه ليک

خوست:د مصطلحاتو دساتني په موخه لاريون او پريکړه ليک

په خوست كې د شته لسګونو ټولنيزو،  علمي او فرهنګي ټولنو سلګونو غړو نن په يوه لويه غونډه او ورپسې لاريون كې پر افغانستان د پرديو كلتوري يرغلونو غندنه وكړه.


دوى په شفاهي او ليكلو شعارونو كې د خپلې ملي ترمينالوژۍ پرځاى، د ايراني اصطلاحاتو كارول، د هېواد له اساسي قانونه سرغړاوى وباله او په دې برخه كې يې د اطلاعاتو او كلتور وزارت له وروستي ګام څخه ملاتړ او د دې كار د دوام غوښتنه وكړه.



د خوست ښار د غونډو په تالار كې د دغه ولايت نږدې شلو فرهنګي كړيو، د ولايتي، عالمانو او جهادي شوراګانو،  سلګونو مشرانو او غړيو  د جوړې غونډې پر وخت د ولسي جرګې د فرهنګي كميسون هغه پرېكړه وغندله، چې د ملي ترمينالوژۍ د پلي كولو پر سر يې د اطلاعاتو او كلتور وزير ورغوښتى ؤ.



د غونډې برخه والو په يوه ليكلي پرېكړه ليك كې ټينګار كړى ؤ، چې افغانستان لرغونى فرهنګ او خپله ځانګړې ملي ترمينالوژي لري، نو پر همدې اساس نه له پرديو هېوادو څخه  د نومونو د كاپي كولو اړتيا ويني او نه به چاته دا اجازه وركړي.


په خوست كې د فرهنګي ټولنو د ګډې جرګه ګۍ منشي نصيراحمد روښان وويل، چې كه يوه ګاونډي، يعنې پاكستان مو مادي شتمنۍ لوټ كړې، نو بل ګاونډۍ ايران  له لسيزو راهيسې پر افغانستان د فرهنګي يرغل هڅې كوي.  ده په ځينو جګپوړو حكومتي چارواكو تور ولګاوه، چې د خپلې واكمنۍ پر وخت يې د ايران دغه پلان پلى كړى او خپل ملي هويت ته يې زيان اړولى دى.



د خوست ولايتي شورا مشر استاد تاج علي صابر  په خپلو خبرو كې د اطلاعاتو او كلتور وزير كريم خرم له خوا اخېستل شوى ګام، د هغه يو مسؤوليت او د اساسي قانون پلي كول وبلل.



د ولايتي شورا يو بل غړي داؤدخان شهيدزوى بيا د ولسي جرګې هغو غړو ته ګوته ونيوه، چې د خرم پر وړاندې ولاړ دي.  ده وويل چې كه هغوى په خپلو كړو له سره پام ونه كړي، نو ولس به يې پردي او خرڅ شوي وبولي.



يو شمېر ګډونوالو له غونډې وروسته په داسې حال كې چې غبرګ ډوولونه يې مخې ته وهل كيدل، يو سوله ييز لاريون هم وكړ.


 


د خوست ولايتي شورا، کلتوري ټولنو، ټولنيزو سازمانونو او فرهنګي شخصيتونو ګډ پرېکړه ليک  


موږ ټول پدې پوه يو چې خپل اصل پښتني او افغاني کلتور مو نن تر بل هر وخت زيات د بهرنيو کلتوري يرغلونو سره مخامخ دی، ځيني په کور دننه داسې کړۍ شته چې د بهرنيانو او په ځانګړي ډول له ګاونډيانو سره پدې يرغل کې لاس په لاس دي او هڅه کوي چې زموږ ملي ترمينالوژي په پرديو اصطلا حاتو بدله کړي، څه وخت وړاندې د بلخ په ولايت کې ځينو ورته اشخاصو همداسې وکړل چې د اطلاعاتو کلتور وزير لخوا خبرداری ورکړل شو، دوی چې تل اوبه خړوي او ماهيان پکې نيسي نو په لاريونو او مظاهرو يې پيل وکړ، تر څو د ولسي جرګې او نورو اورګانونو پام ځان ته واړوي .


د ولسي جرګې د کلتوري چارو کميسون پرېکړه کړي چې را روانه اونۍ د اطلا عاتو کلتور وزير نوموړي کميسون ته ور وغواړي.


موږ د خوست ولايت ټولې کلتوري، ادبي، مدني ټولنې، سازمانونه، ديني، قومي او سيمه ايزې شوری ګانې، علمي او ټولنيز شخصيتونه د هغو چا په خلاف چې زمونږ د ملي ترمينالوژۍ د له منځه وړلو په هيله دي اود ولسي جرګې د کلتوري چارو کميسون د دغې خپل غرضه پرېکړې پر وړاندې                                   (  ۱۳۸۶ سلواغې ۳۰    )  نيټې د جوړې شوې غونډې او لاريون پرېکړه ليک په پنځو مادو کې په لاندې ډول صادروو .


١– موږ په هيواد کې ملي يووالي ته اړتيا لرو او هيچاته به د دې اجازه ورنکړو چې د پرديو خوشحالولو په خاطر زمونږ ملي وحدت ته زيان را ورسوي .  


٢ -د اطلاعات کلتور وزير دې  بې له کوم دليله د ولسي  جرګې کلتوري چارو کميسون ته نه ورغوښتل کيږي .  


٣ – موږ د اطلاعات  کلتور وزارت روانې کلتوري هڅې ستايو اود ملي ترمينالوژۍ د ساتلو او پلي کولو په برخه کې د دې وزارت څخه خپل غوڅ ملاتړ اعلانوو. 


٤ –  موږ د سيمې له هيوادونو سره د کلتوري اړيکو پلوي کوو ، خود کلتوري يرغلونو پر وړاندې يې هر ډول مبارزې ته تيار يوو. 


٥ – موږ د اطلاعات او کلتور وزارت څخه غوښتنه کوو چې د ايران د کلتوري يرغل د مخنيوي لپاره دې ممکنه  ګامونه پورته کړي او پدې اړه دې  ولسي جرګه اود وزيرانو شوری هم خبرکړي.