کابل: په فرزه ولسوالي كې ديو ښوونځي نوي ودانۍ پرانيستل شوه
دكابل ولايت: دكابل ولايت د فرزه ولسوالي د حسن دره اوليا دنجونو منځنې ښوونځي نوى ودانۍد نوموړی ولايت د مقام د مسوولينو او د پوهنې رئيس لخوا په داسى حا ل كې چې د دولتي ادارو يو شمير رئيسانو، استادانو او شاګردانو ګدون درلود دپټي په پريكولوسره پرانيستل شوه.
نوموړي تعميرپه پاخه او اساسی ډول په يو پوړکې د ۵۴۶ متر مربع ځمكي په ساحه كې چې د سيمي د خلكو لخوا وركړل شوي د سل زره امريكايي دالرو په مجموعى لګښت د ماشومانو حمايي موسسي او روشن مخابراتي شركت په مالي لګښت د ۹ مياشتو په موده كې جوړه شوي، چې۸ درسی ټولګى، ۴ اداري خوني، د اوبو څښكلو څاه، د احاطي ديوار، ۴ تشنابه، د درسي ټولګيو لپاره فرش او نور ضروري ملحقات لری.
ديادونې وړده چې په يادشوي ښوونځي كې اوس مهال ۳۹۶ تنه نجوني او هلكان زده كوونكي په زده كړه بوخت دي چې د يادشوي تعمير په جوړه ولو سره به د زده كوونكو ستونزی د درسى ټولګيو د نشت والى له امله ليرى شى.