طالبان : د اشغال په صورت خبری اتری ناممکنه دي

ډاکټر نثار احمد صمد | اکتوبر 21st, 2010


طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د واشنګټن ، کابل او نړیوالو رسنیو دا آوازې په کلکه رد کړې چی وایی طالبان د امریکا تر نظارت لاندی د افغان حکومت سره په خبرو اترو لګیا دي . اعلامیه وایی چی که داسی وی نو هغوی دې کوم سند او ثبوت وښیی او د اشعال په صورت کی دغسی خبری اتری نه ځای نیسی او نه یې موږ تاییدوو . اعلامیه زیاتوی چی د دغسی پروپاګنډ هدف دا دی چی د افغانستان اشغال ته قانونی او ابدی رنګ ورکړی او هم د افغان حکومت فساد او بې اعتباري ورک کړی .
اعلامیه په پای کی لیکی چی اشغالګران دې د دغسی پوچو تبلیغاتو او ظالمانه پوځی عملیاتو پر ځای زموږ له هېواده ووزی تر څو خپل بایللی نوم او حیثیت بیرته خپل کړی که نه درانه تلفات او اقتصادی ضایعات به یې نصیب وی .

Copyright Larawbar 2007-2024