طالبان د امریکايي اپاچي چورلکې د راغورځولو ادعا کوي
لراوبر ته د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا را لیږل شوې خپرپاڼه کې لیکل شوي چې نن ماځګیر یې د پکتیکا ولایت د یحی خیلو ولسوالۍ د پارک سیمه کې د امریکايي ځواکونو یوه ستره اپاچي چورلکه را غورځولې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې نوموړې الوتکه یې د دهشکې په مټ را غورځولې او پکې ټول ناست کسان یې وژل شوي دي.
نړیوالو ځواکونو د افغانستان په سهېل کې د خپل یوه سرتیری د وژل کیدو خبر چې د طالبانو په برید کی وژل شوی ورکړی، خو دطالبانو لخوا د چورلکې د راغورځیدو دادعا په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې نن ورځ له غرمې ورسته په کندهار کې پرلپسې څلور چاودنې شوی چې د مرګ ژوبلې په اړه یې تر اوسه کره معلومات نشته.