کور / کره کتنه / خيبر ټلويزيون، د ISI او پاکستاني واکدارو په چوپړ کې

خيبر ټلويزيون، د ISI او پاکستاني واکدارو په چوپړ کې

خيبر، له چېرې پيل شو، چېرې روان دى:

خيبر ټي وي د يوه پنجابي له لوري جوړ شو، خلکو فکر کاوه چې د پښتنو په وړاندې د پاکستان دريځ نرم شوى، د دې ټلويزيون تر جوړېدو وروسته په کوزه پښتونخوا کې ځينو نورو بااحساسه کسانو هم هڅه وکړه پښتو ټلويزيونونه جوړ کړي، خو د پاکستان د ISI  له لوري د جواز په ورکولو کې ورسته ستونزې جوړ شوې او لوى خنډ ورته جوړ شو. ښه بېلګه يې شمله ټلويزيون دى.

خيبر د سياسي مشکلاتو تر څنګ په ټولنيز لحاظ هم زياتې نيمګړتياوې لري او د خلکو ذهنونه مغشوشوي. په خيبر ټلويزيون کې ځينې خپرونې په ژوندۍ بڼه خپرېږي چې يو هلک او نجلۍ په کې ناست وي، کله کله دوى په خپلو کې داسې ټوکې سره کوي چې ته به وايې ښځې او خاوند دي او هسې په خپلو کې ناست دي، پر يوه او بل ټوکې کوي، کله نجلۍ د مېز يو شى پورته کوي او غواړي هلک پرې ووهي او کله نجلۍ غواړي داسې وښيي چې په اورېدونکو او کتونکو کې زيات مينه وال لري. حال دا چې په پښتني ټولنه کې د داسې غيراخلاقي حرکاتو او خبرو لپاره ځاى نه شته او تنکي ځوانان بېلارۍ ته ورکاږي.

ټلويزيون په پښتو دى چې اکثر اعلانونه يې په اردو ژبه دي، که چېرې ټلويزيون جوړ شوى د پښتنو لپاره، اعلانونه يې بيا ولې په اردو ژبه دي؟

د سندرو لپاره داسې هنرمندان او شاعران انتخابېږي چې د کوزې پښتونخوا وي، د برې پښتونخوا له سندرغاړو د ګوتو په شمېر څو کسانو نه دوى سندرې مني، اوس يې دا شمېر خورا کم کړى دى.

هغه خبرونه يې د سر خبر وي، چې د پاکستان د حکومت د اصلي دريځ څرګندويي کوي او د پنجاب د زړه غږ وي.

هنرمندانو خپل هنر څنګه خرڅ کړ:

خيبر دا ګټه وکړه چې زيات ځوان هنرمندان يې راپورته کړل او ټولنې ته يې وروپېژندل، خو په څنګ کې يې د اوږدې لپاره خپلې پروژې هم پلې کړې. د ISI او پنجاب په سيوري کې طرحه شوي پلانونه دوى د اوږدې مودې لپاره همدلته پلي کوي.

څه موده مخکې مې د همايون خان او بختيار خټک يوه سندره واوره، چې وايي: لوى شې، لوى شې، ګران وطنه، پاکستان وطنه. د دې سندرې په اورېدو مې د همايون خان او بختيار هغه انځور په زړه کې مات شو، ما يې مخکې له ځان سره درلود. هغه Image اوبو يووړ. ځکه هر هنرمند چې خپل ګرانبيه هنر دومره په ارزانه خرڅوي او خپل ارزښتونه نه پېژني، هغه د مينې وړ نه دى. په دې سندره کې په اردو ژبه هم د پاکستان ستاينه شوې ده، کله چې يې همايون خان او بختيار خټک وايي، په څېره کې يې داسې ښکاري، لکه ډېر غټ دروغ چې وايي.

په پاکستان کې ډېر کمو پښتنو سندرغاړو د پاکستان په اړه داسې سندرې ويلي دي، دا ځکه چې هغه څوک چې د پاکستان په لنډکي تاريخ خبر وي، نه غواړي ځان دومره په اسانۍ خرڅ کړي. په دغو خرڅو شويو کې غزاله جاوېد هم راځي. د همايون خان او بختيار خټک سندره دلته وګورئ او واورئ:
http://www.youtube.com/watch?v=bKI1rGieZ9M
دا په ټول تاريخ کې لومړى ځل دى چې په پښتو ژبه کې د پاکستان د ستاينې ترانه يا سندره اورم، ما د دې سندرې تر اورېدو وروسته له خپل کمپيوټر څخه د همايون خان او بختيار خان خټک سندرې ټولې ډليټ کړې.

د افغانستان خلاف دريځ:

ما AVT خيبر ټي وي، د دې ټلويزيون د پيل په کلونو کې کتلى و، د ٢٠٠٤م کال په جولاى مياشت کې چې نوې يې خپلې خپرونې پيل کړې وې، چې تر څو مياشتنيو خپرونو وروسته يې د ٢٤ ساعتونو لپاره نشرات پيل کړل، خو اوس چې مې بيا وکوت، ډېر زيات فرق يې کړى و، هغه دا چې د افغانستان خلاف دريځ يې غوره کړى او د پاکستان د حکومت او استخباراتو پوره ترجماني کوي. پخوا يې شعارونه ورکول چې خيبر د ټولو پښتنو لپاره دى، خو نن په نظرياتي لحاظ دغه ټلويزيون داسې افکار خپروي، چې د پاکستان پښتانه د افغانستان له پښتنو سره په ګټو، کلتور او هرڅه کې جلا دي. د پاکستان پښتانه دېته ذهناً تياروي چې له پاکستانه سرونه قربان کړي، خيبر په دې کار کې بريالى شوى هم دى. 

کله چې د افغانستان خلاف چې رحمان ملک او يا نورو خبرې کړې وي، هغه خبرې يې د خبري سرويس په سر کې راځي او پوره تفصيل ورکړل شوى وي. د افغان کډوالو پر خلاف خبرونه يې مهم خبرونه وي. په پيل کې تر نورو زه د دې ټلويزيون په خپرونو زيات خوښ وم، خو اوس چې مې د ټلويزيون روحيه وکتله تر هر چا زه ورته خپه ځکه شوم، چې پخوا به افغانانو ته په نورو ژبو کنځلې کېدې او بد- رد ويل کېدل، نن دا هرڅه په پښتو اورم او دا هرڅه د خيبر ټي وي له خوا عملاً روان دي. خصوصاً افغانانو ته ډېر بد رد وايي. 

څه موده مخکې مې په يوه نړيواله خپرونه کې لوستي وو، چې پاکستان که څه هم د اسلام پر نظريې جوړ شوى دى، خو د پاکستان لپاره تر ټولو لوى دښمن طالبان نه، بلکې هندوستان دى، د هند پر ضد د پاکستان په ټولو رسنيو کې په پراخه پيمانه تبليغات کېږي او د دې هېواد مذهبي مشرانو هم له هند سره دښمنۍ ته په پام سره په دې هېواد کې فرقوي شخړو ته لمن ووهله. وګورئ چې پاکستان طالبان څنګ رامنځته کړل، افغانستان يې ورباندې څنګه بدنام کړ او اوس له دې معضلې څخه د يوه ناوړه تجارت غوندې کار اخلي. له امريکا ورباندې پيسې اخلي او په بلوچستان کې او کراچۍ نور ځانمرګي ورته روزي.

پخوا به کله کله د يوه يا دوو افغان سندرغاړو سندرې هم دې ټلويزيون خپرولې، خو اوس هغې سندرې خپروي، چې له پولې هاخوا سندرغاړو ويلي وي او شعرونه يې هم د کوزې پښتونخوا شاعرانو ويلي وي.

د خيبر ټي وي په خپرونو کې داسې نظريه خپرېږي چې د پاکستان اوسېدونکي تر افغانانو په هر لحاظ غوره دي او ګواکې اکثره افغاني ارزښتونه د پاکستان دي، له دې کبله پاکستان پر خپلو زياتو توغنديو د افغان مشرانو نومونه ږدي. خيبر داسې نشرات کوي چې په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان له مرستې پرته ناشونى کار دى.

کاشکې د AVT خيبر چينل چلوونکي، يو ځل د بېطرفه ليکوالو له لوري ليکل شوي د تاريخ کتابونه وګوري، چې افغانستان کوم هېواد دى او پاکستان څنګه هېواد، پاکستان پر کومه نظريه جوړ شوى دى او په لنډکي تاريخ کې يې د افغانستان په مقابل کې کوم دريځ غوره کړى او نن د افغانستان د بربادۍ عوامل چا برابر کړل؟ په دې هيله چې افغانان هم د دې ټلويزيون دريځ وپېژني او پوه شي چې په دې ټي وي کې څه روان دي؟