کور / تازه خبرونه / کندزو:لس طالبان د سولې له بهیر سره یوځای شول

کندزو:لس طالبان د سولې له بهیر سره یوځای شول

د کندوز امنیه قوماندان مولانا عبدالرحمن سیدخیلي وویل : چی تیره ورځ لږ تر لږه لس تنه وسلوال طالبان د علی اباد او امام صاحب په ولسوالیو کی د سولی له پروسی سره یوځای شول.
هغه زیاته کړه چی پنځه تنه په علی اباد او پنځه هم د امام صاحب په ولسوالی کی د دولت دسولی له بهیر سره یوځای شوي دي. داپه داسی حال کی ده چی تیره اوونی هم د سیدخیلی په خبره ٦٠ کسه وسوال طالبان دسولی دبهیر سره په چهاردرې اوعلی اباد کی یوځای شوی وو، خو دیادونی وړ ده چی تردی وخته وسلوالو طالبانو له افغان دولت سره د خپلو کسانو د یو ځای کیدو په اړه هیڅ نه دي ویلي.