بانکي مون د هرات بريد وغانده

34 | اکتوبر 24th, 2010


دملګرو ملتونو سرمنشي بانکې مون او په کابل کې ديوناما دفتر دهرات ولايت په ګوزرې ولسوالۍ کې ديادې ادارې په سيمه ييز دفتر پرونى بريد په کلکه وغنده .
ديوناما دفترڅخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا ډول بريدونو به له افغانستان له خلکو سره ددوي په مرستو هيڅ ډول اغيزه ونه کړي اودغه دفتر به دافغانستان له خلکوسره په هره برخه کې خپلو مرستو دوام ورکړي .
خبرپاڼه زياتوي دملګرو ملتونو سرمنشي بانکې مون دبريدکوونکو په وړاندې دافغان اوايتلافي ځواکونو له کړنو څخه قدرداني کوي .

Copyright Larawbar 2007-2024