کور / شعر / سوله غواړو

سوله غواړو

جنګونه ، نه غواړو اوسوله غواړو
موږ خپل وطن کې روغه جوړه غواړو

خيرکه موژبې بيلې زړونه يو دي
زموږ سوچونه ارمانونه يودي

موږ اتحاد او اتفاق غواړو
مونګه دسولې يو اوازغواړو

خيرکه ناپوهه شته پوهان هم لرو
مونګه دسولې اتلان هم لرو

ورور مې ټوپک کيښود قلم راخلي
په لوردسولې نورقدم راخلي

بيابه رباب،منګى،ستارپيداشي
ګودر پيدا به شي هم يارپيداشي

رباب دسولې به بيا وترنګيږي
دښمنان ټول به مې بيا وکړنيږي

سپرلى به راشي خودسولې سپرلى
په خوږ وطن دروغې جوړې سپرلى

خوږياڼي چيغه کړه په زوره يې وايي
نور خو شعرونه تل دسولې وايي