کور / سياسي / “پښتانه زلمي اوس هوښيار سوي دي”

“پښتانه زلمي اوس هوښيار سوي دي”

د حجازي پر ليکنه  ليکنه


د پښتونخوا په پاڼه کې مې د صابر حجازي مقاله ولوسته.چې د محمد نعيم راهي په کتاب ي ليکلې ده.زه ددې مقالې د ادبي نيوکو سره سل په سله اتفاق کوم چې د څو شعرونو په سيلابونو کې کمی لري.او د املا په هکله ورسره څه نه څه
متفق يم  خو حجازي يوه بله خبره ليکلې ده  چې قام پرستي په اسلام کې ممنوع ده.
ګرانه حجازي صيب دا ډيره زړه سياسي موضوع ده ديني ورته بيخي په دې نه شم ويلی چې ته د يو سياسي ګوند جماعت اسلامي سره ښکاره منډې ترړې وهې.ستا پارټي به دا چغې ډيرې وهلې خو چې کله په پښتونخوا کې واکداره شوه او حکومت يې جوړ کړ.نو هغه چغې چې پښتنو قام پرستو به د پنجابي سامراج خلاف وهلې  سينير وزير سراج الحق په اسلام اباد کې د ټول قوم په مخکې وکړې.او په ډاګه ي وويل چې ددې صوبې او پښتنو سره زياتی کيږي او حقونه ي خوړل کيږي.دا خبرې به تاسو ته ددې نه مخکې کفر ښکاريدې خو چې کرسۍ مو وګټله نو سترګې مو رڼا شوې.او په دې خبره پوه شوۍ چې قام پرستو به هسې چغې نه ويستلې.
حجازي صيب تاسو اکثر د خپلو ضرورتو مطابق د اسلام تشريح کړې ده او  اوس يې هم کوۍ.کله چې روس افغانستان ته سره د سرو لښکرو راغلی وو نو تاسو به د پښتونخوا په کوڅو کې چندې ټولولې او د خپل سياسي پلار مرد مومن مرد حق[ضياالباطل]په غيږه کې ناست وۍ.او د پښتنو سره مو د اسلامي نظام د راوستلو دعوې کولې.او پخپله مو د امريکې په ډالرو کې خولې ورکړې وې.او ددې وطن تعليمي ادارې مو د کلاشنکوفونو نه ډکې کړې وې.او د کوکنارو او پوډرو په پيسو به مو جهاد کولو چې پښتانه ځلمي اوس هم د پولونو او پارکونو په غاړو نشه پراته وي.دا ستاسو د لاسه.
خو حجازي صيب نن چې د پنځوسو نه زيات کافران ملکونه سره د خپلو لښکرو په افغانستان کې پراته دي نو تاسو بيخي غلي ناست يي .چې کله يواځې روس راغلی وو نو جهاد فرض وو او اوس چې پنځوس کافر راغلی دي نو جهاد نه دی فرض؟صفا صفا راته اووايه چې د ډالرو نه بغير تاسو جهاد نه کوۍ.؟اوس به راته ته وايي چې مونږ خو اوس هم پټ پټ جهاد کوو نو حجازي صيب د پخواني په شان ښکاره ي ولې نه کوۍ؟ د چا نه ويريږۍ؟د امريکې نه؟ که د الله نه؟
بله دا چې په خپل قوم باندې فخر پيغمبر عليه سلام هم کړيدی او ويل به [انا قريش]زه قريش يم


ګران حجازي صيب تاسو چې کومې د کشمير کشمير چغې ويستلې هغه تمبل مو هم وس  شليدلی دی ځکه چې مشرف څو ورځې مخکې د ټولې دنيا په مخکې وويل چې دا هر څه ای ايس ای کوي  تاسو خو ورله په دياړۍ د پښتون قام شنه شونډي ځلمي د جنت ګټلو په خوب دهوکه کوۍ او کشمير او د ټريننګ کيمپونو ته يې ورله رسوۍ.او د پنجاب د اوبو د جګړې نه مو فرض جهاد جوړ کړی دی.کشميريان ليوني نه دي چې په وران ويجاړ او دل دوبه پاکستان کې شاميليږي کوم چې مودودي صيب هډو منلی نه وو  او د ووټ سياست ته به ي کفر وييلو.
حجازي صيب پښتانه ځلمي اوس هوښيار شوي دي .ستاسو په دغه سوليدلې او د نفرت نه ډکې نظريه باندې اوس نور نه غوليږي لږ خپلو ګريوانونو ته سرونه ښکته کړۍ او وګورۍ چې ددې غيرتي او مظلوم پښتون قام څومره ځلمي مو وژلي دي.
هسې هم ستاسو پارټي د کم لوستو ديروجيانو نه علاوه چرته سيټ نه شي ګټلی او نه يې پخوا ګټلی خو دا ځل د دير نه هم ستاسو جنازه وتلې ده حجازي صيب چې خفه نه شې د نورو خلکو د پاره به پخوا  اين جي او کفر  وې.خو اوس پکې تاسو ښځې او نر کار کوۍ.د نورو د ښځو د پاره سياست کفر وو او د بينظيربهټو حکومت ستاسو د پاره کفري حکومت وو  خو مونږ پخپلو سترګو وليدل  چې د خپلو ښځو نه مو بيا صوباي اسمبلي ډکه کړې وه څه  دې خيال  دی  چې  دې  ته منافقت ونه  وايو  نو  ګناه به نه وي؟؟؟؟؟؟