دوه بهرني پوځیان ووژل سول
فرانس پریس آژانس د ناټو په حواله لیکی چی طالبانو پرون د جلا جلا حملو په ترڅ کی دوه بهرني پوځیان ووژل . لومړنی په ختیځ کی پر تندی وویشتل سو او دوهم په جنوب کی ماین والوزاوه ( چی ښایی دواړه امریکایان وی ) .
په دې سره د بهرنیو پوځیانو تلفات ۲۱۷۰ ته ورسېدل چی په اوسط ډول د ورځی دوه پوځیان وژل کیږی .