ږوب: طالب مشر شېخ ايوب مندوخېل ووژل سو

د لراوبر اداره | اکتوبر 25th, 2010




د جميعت علما اسلام ډلي سيمه ايز مشر شېخ ايوب مندوخېل نن د موټر سپرو وسله والو کسانو لخوا وويشتل سو ، له سيمي د لراوبر همکار رفيع الله مندوخېل ليکي چي وسله والو چي پر موټرسايکل سپاره وه هغه وخت پر نوموړي د هغه کورته نژدې ټکان وکړه او ځای پر ځای يې و واژه .


د نوموړي په اړه ويل کېدل چي په پاکستان  او افغانستان کي د طالبانو د تحريک يو فعال ملاتړی و ، نوموړی تر ول کېدو وروسته د سيمي ملکي روغتون ( سېول هسپټال ) ته يووړه سو ، تر پېښي وروسته سيمه د پوليسو لخوا کلابنده سوه ، کاروبار په ټپه ودرېد او ډلي ډلي خلک د وژل سوي شېخ د مړي ليدلو لپاره ملکي روغتون ته درومي .


د نوموړي د مړيني مسوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخستی ، دولت هم دې تور د چا د نيولو خبرنه دی ورکړی .

Copyright Larawbar 2007-2024