کور / سپورټي / کابل: د کرکټ د لوبڅارانو ورکشاپ پای ته ورسېد

کابل: د کرکټ د لوبڅارانو ورکشاپ پای ته ورسېد

د افغانستان کرکټ لخوا جوړ شوی د افغان لوبڅارانو شپږ ورخینی ورکشاپ نن پای ته ورسیدلو، په دې ورکشاپ کې د ۳۰ اففان کرکټ پوهو ګډون کړی و چې نن خپلې د لوبڅارۍ د لومړۍ کچې زده کړې په ازموینه پای ته ورسولې، د دوې دغه ازموین پاڼې به په مالیزیا کې د اسیايي هیوادنو د لوبڅارانو کمیټه ګوري او هر چا چې د ٪۶۵ څخه ډېرې نمرې واخستلې هغې ته د دې شورا لخوا د لوبڅارۍ د لومړۍ کچې د فراغت سند ورکول کیږي.
په دې ورکشاپ کې د افغانستان د کرکټ بورډ د کرکټ د میرمنو څانګې درېو میرمنو ګډون کړی و چې د د لوبڅارۍ ګډون پاڼې یې تر لاسه کړي.
د دې ورکشاپ لپاره د اسیايي هیوادنو د کرکټ شورا خپل ځانګړی د لوبڅارۍ معلم محبوب شاه رالیږلی و، محبوب شاه د پاکستان اوسیدونکی دی، په نړیواله کچه یې په ټیسټ او یو ورځینۍ سیالیو کې لوبڅاري کړي ده، اوس نوموړی ۷۲ کاله عمر لري او د اسیايي هیوادونو د کرکټ د شورا سره د نوې لوبڅارانو روزلو دنده پرمخ بیايي.
افغانستان کرکټ بورډ پتیلې چې په نزدې راتلونکې کې د افغان کرکټ په ډګر کې د کرکټ د پرمختګ او ودې لپاره نور همداسې روزنیز کمپونو جوړ کړي.
محبوب شاه د دې روزنیز ورکشاپ په اړه وايي:
محبوب شاه وايي چې په اسیا کې دا لومړی هیواد دی چې د اسیايي هیوادونو د کرکټ شورا د یو هیواد لپاره داسې یو ځانګړی روزنیز د لوبڅارۍ کمپ جوړوي، ښاغلی وايي چې د کرکټ شورا د څو هیوادونو څخه خلک راغواړي بیا ورته داسې یو روزنیز کمپ ورته جوړوي.
زه په دې خوشاله یم چې د افغانستان په کرکټ بورډ په کرکټ پوه او مخلص خلک راغونډ شوي دي، زه په افغانستان کې داسې احساس کوم لکه په خپل وطن کې چې یم، افغانان د کرکټ زده کړه ډیر په لیوالتیا سره غواړي همدا لامل دی چې افغان کرکټ یې د ځوانۍ مرحلې ته رسولی، کچېرته د افغانستان کرکټ ته توجه وشي او د کرکټ په ډګر کې خلک ورزول شي، کرکټ بورډ ورته باید په مسلسل ډول سیالۍ برابرې کړي، دا خلک کولای شي چې د زیاتو لوبو څخه تجربه تر لاسه کړي نو همدا خلک به وي چې په راتلونکې کې په نړیوالو سیالیو کې لوبڅاري وکړي.
په افغانانو کې ډیر استعداد شته، په دې ورکشاپ کې ما داسې ۱۰ امپایران ولیدل چې ډیر ښه استعداد لري او یوازې تجربې ته اړتیا لري او هر کله چې د افغانستان کرکټ بورډ دې خلکو ته وخت ورکړي او کار پرې وکړي نو زه په دې باور یم چې په راتلونکې کې افغانستان نړیوال کرکټ ته ډیر په کرکټ پوه خلک ورپیژني.
پرون د دې ورکشاپ( لوبڅارۍ) اخرنۍ ورځ و، د ورکشاپ ټولو ګډونکو ته د افغانستان کرکټ بورډ او د اسیايي هیوادونو د کرکټ شورا لخوا ګډون پاڼې ورکړل شوي.
ښاغلي محبوب شاه پرون د ۳۰ ګډونکو لوبڅارانو څخه ازموینه واخستله، په ازموینه کې نوموړي د لوبڅارۍ ۱۲۰ پوښتني د ګډونکو څخه په لیکلي شکل وکړي، ازموینې دوه ساعته وخت لرلو او ټولې پوښتنې درې ځوابه لرل، محبوب شاه وايي چې څو اونۍ وروسته به د اسیايي هیوادونو د کرکټ شورا د لوبڅارۍ کمیټه د ازموینې دغه پاڼې وګوري او هر لوبڅار چې د ۶۵٪ څخه ډیرې نمرې تر لاسه کړي د ای سي سي لخوا به ورته د لوبڅارۍ د لومړۍ کچې د فراغت سندونه ورکوي.