کور / اسلامي / دتوحیداحکام اومسائل (څوارلسمه برخه)

دتوحیداحکام اومسائل (څوارلسمه برخه)

ژباړه مؤمن مهاجر muhajir222@yahoo.com


له ابودارداء رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : من اقام الصلوة واتی الزکوة مات ولایشرک بالله شیئاً کان حقاً علی الله عزوجل ان یغفرله .
ژباړه : چاچي لمونځ وکړاوزکوة یې ورکړله الله جل جلاله سره یې هیڅ شی نه شریکاوی نوپرالله لازمه ده چي ده ته به بخښنه کوي .
دتوحیدپه کلمه اعتراف دمال اوځان دساتنې وسیله ده : 
نبوي ویناده : من قال لااله الاالله وکفربمایعبدمن دون الله حرم ماله ودمه وحسابه علی الله عزوجل .
ژباړه : چاچي لااله الاالله کلمه وویله اوله الله جل جلاله پرته په نورومعبودانویې کفروکړنودهغه وینه اومال حرام دي نورحساب یې پرالله جل جلاله دی .
دتوحیدپه کلمه داقرارکوونکي وژل ناروادي :
اسامة بن زیدرضی الله عنه روایت کوي چي : بعثنا رسول الله صلى الله عليه وسلم في سرية فصبحنا الحرقات من جهينة فأدرکت رجلا فقال لا إله إلا الله فطعنته فوقع في نفسي من ذلك فذكرته للنبي صلى الله عليه وسلم فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم أقال لا إله إلا الله وقتلته قال قلت يا رسول الله إنما قالها خوفا من السلاح قال أفلا شققت عن قلبه حتى تعلم أقالها أم لا فما زال يكررها علي حتى تمنيت أني أسلمت يومئذ.
ژباړه : موږرسول الله صلی الله په یوه سریه کي ولېږلوسهارمهال دجهینه قبېلې سیمې ته ورسېدوزه له یوسړي سره مخ شوم هغه لااله الاالله کلمه وویله ماپه نېزه وواهی بیامي په زړه کي یوڅه شبه پیداشوه داخبره مي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یاده کړه رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : ایاهغه دلااله الاالله کلمه وویله اوتامړ کړ؟ ماوویل : اې دالله رسوله! له وسلې څخه دوېرې له کبله یې وویله رسول الله صلی الله علیه وسلم  وویل : تایې زړه څېرې کړچي ایاده له زړه ویلي اوکه نه؟ پرله پسې یې همداخبره راته کوله ان ماداهیله وکړه چي کاش! تردې ورځې مي اسلام نه وای راوړی .
دتوحیدکلمه په وزن کي ډېره درنه ده :
رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي چي نوح علیه وسلم دوفات پرمهال خپل زوی ته په نصیحت کولووویل :
آمرك بلا إله إلا الله؛ فإن السماوات السبع والأرضين السبع لو وضعت في كفة، ووضعت لا إله إلا الله في كفة لرجحت بهنَّ، ولو أن السماوات السبع والأراضين السبع كنَّ حلقةً مبهمةً لقصمتهنَّ لا إله إلا الله .
ژباړه : زه دې په لااله الاالله امرکوم،ځکه که اووه اسمانونه اواووه ځمکې په یوه تله اولااله الاالله په بله تله کي واچول شي نوکلمه به پردرنه شي . اوکه اووه اسمانه اواووه ځمکې یوه کړۍ وي نولااله الاالله به یې ماته کړي .
دتوحیدکلمه ترټولوغوره ذکردی :
جابربن عبدالله رضی الله عنه وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : افضل الذکرلااله الاالله وافضل الدعاء الحمدلله . یعني ترټولوغوره ذکرلااله الاالله اوترټولوغوره دعاالحمدلله ده . عمربن شعیب له خپله پلاره اوهغه له خپله پلاره روایت کړی چي : خیرالدعاء دعاء یوم عرفة وخیرماقلت اناوالنبیون من قبي : لااله الاالله وحده لاشریک له،له الملک وله الحمدوهوعلی کل شئ قدیر. ژباړه : عرفة ددعاغوره ورځ ده اوترټولوغوره وینا چي مااوترماوړاندي انبیاء علیهم السلام کړې هغه : لااله الالله وحده لاشریک له،له الملک وله الحمدوهوعلی کل شئ قدیرده .
ددوشنبې اوپانج شنبې په ورځ دهرموحدګنابخښل کېږي :
له ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : تفتح ابواب الجنة کل یوم اثنین وخمیس فیغفرفی ذالک الیومین لکل عبدلایشرک بالله شیئاً. ژباړه : دهرې دوشنبې اوپانج شنبې په ورځ دجنت دروازې پرانیستل کېږي په همدې ورځوهرهغه بنده ته بخښنه کېږي چي له الله جل جلاله سره یې هیڅ شی نه وي شریک کړی .
 نوربيا …