غور: د ۱۲ ټولګيو زده کوونکو د کانکور ازموينه ورکړه
دغور ولایت : په غور ولايت کې نن د لړم په ۵ مه، د دغه ولايت د مرکز او اړونده ولسوالیو د دولسمو ټولګيو له ۶۰۰ تنو نارينه او ښځينه فارغانو څخه پوهنتونونو ته د تلو په غرض د کانکور آزموينه دغور ولايت دسلطان علاوالدين غوري د ليسي په انګړكې واخيستل شوه.
د نوموړي آزمويني دپاره د سوالونو او نورو موادو بکسونه، د غور د والي او د لوړو زده کړو د وزارت له لوري د ټاکل شوي هيئت په مخکي پرانيستل شول او تر ويشلو وروسته يي د ازمويني اخستلو لړۍ پيل شوه.
دتيرو کلنو په شان دغه آزموينه هم د لوړو زده کړو د وزارت له لوري د ټاکل شوي هيئت له خوا له هغو کسانو څخه اخستل کيږي چي دوولسم ټولګۍ يي لوستي وي او د همدي ټولګۍ د فراغت اسناد په لاس کي ولري.