کور / شعر / په فېس بوك كې سملاسي مشاعره وشوه

په فېس بوك كې سملاسي مشاعره وشوه

((لومړنۍ مشاعره))

له تېروو دوو اوونيو راهيسې چي په فېس بوك ويبپاڼه كې د بانډارخونو (Chat rooms) د جوړېدو لړۍ پيل شوې ده، يو پكې د (كره كتنې) بانډارخونه ده چي ګران ملګري سيد شاه سقيم جوړه كړې ده، د اكتوبر پر ۲۶مه نېټه ۲۰۱۰م كال ماخوستن چي د كره كتنې دې بانډارخونې ته ور ننوتم څو تنه نور ادبي دوستان او شاعران ملګري هم پكې موجود وو، تر لږ ادبي بانډار وروسته مو پرېكړه وكړه چي يوه سملاسي مشاعره وكړو، د مشاعرې لپاره چي كوم ملګري نوى بيت جوړ نه كړ، نو د غزل د بابا اميرحمزه شينواري يو بيت مو وړاندې كړ او پر هغه مځكه مو سملاسي (فى البديهه) مشاعره پيل كړه، په دې مشاعره كې نعيم افغان د عربي اماراتو له دوبۍ، عماد دوران له پېښوره، سعيد زابلي له پښينه، حكمت سروش له هنده، عبدالله شاه ژوندون د عربي اماراتو له شارجې او ما باركوال مياخېل او زما ملګري سيدشاه سقيم له كوټې څخه پكې برخه لرله. دا دى د دې مشاعرې په څو شېبو كې تاسې هم راسره شريكوو او د دغې مشاعرې د شعرونو لوستلو ته مو را بولو: ((باركوال))

حمزه بابا:
((تا چي سبا وكړو سبا نه راځي
راشي په هر چا خو په ما نه راځي))

باركوال:
اوښكې خو له سترګو په غلا نه راځي
درد يې وي ملګرى جلا نه راځي

سقيم:
زموږ مېلمه زموږ خوښي په غم لړي
نور دي زموږ کلي ته ورا نه راځي

باركوال:

خدايه! بس له دې جنګه مو و ژغورې
بيا دي دې وطن ته بلا نه راځي

سقيم:
اوس د بې وسۍ تر ټاک ور واوښتم
يار راڅخه ځي او ژړا نه راځي

باركوال:
ځئ د مينې تخم زړو كې و كرو
وروڼو خوشالي په دوعا نه راځي

سروش:
راشه را ترغاړه شه دا مينه ده
دې کې څه ثواب او ګنا نه راځي

سعيد زابلى:
ما ته ده رایاده جدایي خپله
خوله كې مي رقیب ته ښېرا نه راځي

باركوال:
مه خانده زما وير پسې مه خانده
نه چي تل پر ما دى پر تا نه راځي

سعيد زابلى:
راشه اوس د وخت امتحان وګوره
يار مي رانه ځي خو ژړا نه راځي

باركوال:
خداى به ژر د سولې پسرلى راولي
زه وايم راځي او ته وا نه راځي

سقيم:
سل مچې ترې واخملم چې په لاس راشي
چل د سپينې خولې د سپما نه راځي

باركوال:
زړه! ګوره جانان ته چي بې زړه نه شې
څوك د مينې جنګ كې پر شا نه راځي

عماد دوران:
اوس مې د خپل زړه په چل پوی شوی يم
اوس د هغو ښکليو پروا نه راځي

باركوال:
ښكلې لږ د حسن ذكات غواړمه
بل به درته داسې ګدا نه راځي

نعيم افغان:
ګل څخه خوشبو هم خپه شوې ده
ځکه اوس بورا پر دې خوا نه راځي

باركوال:
هلئ پاڅئ مخ د توپان ونيسئ
وير خو په اتڼ په نڅا نه راځي

سروش:
خپل په لاس مې خپل زړه په درد واړاوه
اوس يې راته لار د دوا نه راځي

باركوال:
زړه چي ترېنه يوسي په يوۀ نظر
داسې بلاګۍ دي پر چا نه راځي

افغان:
ګل ما شوم و مور ته په ژړاشولو
وې ویله ولې بابا نه راځي؟

سروش:
اوس په نه خبره باندې ژاړمه
اوس په هيڅ خبره خندا نه راځي

افغانمل (چي له نعيم افغان سره بل ملګرى شاعر و):

دلته یې په کاڼو باندې ولي ټول
ځکه پر دې لوري روڼا نه راځي

باركوال :
شكر پكې جوړه كراري شوله
اوس له پورې كلي درزا نه راځي

ژوندون:
مورې نن مي ډېره یاده شوې یې
مورې نن مي کار ته اشتها نه راځي

باركوال:
دلته د هر چا توپك په لاس كې دى
زاڼې هم د سولې په دا نه راځي

ژوندون:
خداى خبر چې څه بلا پرېوتې ده
زیړ مازدیګر راشي لیلا نه راځي

سقيم:
اوس لکه چې پيغلو ملا وپېژاند
اوس جومات ته غوړه حلوا نه راځي

نعيم افغان:
اې د ټولو یاره! دا څه چل شوی
ولې کندهار ته « ښکلا» نه راځي؟

(۱) دټولویار= محمدیار/// ښکلا= مجله

عماد دوران:
ګوره زمانه انتظار نه کوي
يو ځلې چې لاړه شي بيا نه راځي

باركوال:
ولې مو د علم لمر پرېوتى دى
ولې زموږ كور ته روڼا نه راځي؟

عماد دوران:
څوک وايي چې ستا له سيالۍ کم يمه
ماته د وخت کومه ادا نه راځي؟

افغانمل:
ستا د زړه هېواد به اخير فتح کړي
اوښکې پښتنې دي پر شا نه راځي

باركوال:
پت به د دې خپلې پښتو وساتو
بې له دېنه ښكلې ليلا نه راځي

سقيم:
نن شپه به کېداى شي چې د قدر وي
زموږ څراغ بلېږي هوا نه راځي

ژوندون:
ستا په خیال د شونډو خوړل څنګه دي
زه خو وایم دې کې ګنا نه راځي

باركوال:
تل چي باركواله! سره يو، يو موږ
بيا به مو پر مېنه وبا نه راځي

درنو لوستونكيو! هيله ده چي له دې سملاسي (فى البديهه) مشاعرې څخه مو خوند اخيستى وي، كه زما په شمول زما د شاعرانو يارانو په پورتنيو بيتونو كې د فكر يا د شعر د جوړښت له پلوه كومه نيمګړتيا په مخه درغلې وي، نو بخښنه راته وكئ، ځكه چي دا بيتونو يو په بل پسې تر ډېر لږ فكر كولو وروسته ليكل شوي دي، تاسې به واياست چي د داسې شعرونو ليكل نو څه ګټه لري، زه وايم چي كه په دغو بيتونو كې تاسې لږ څه هم نوې خبرې ليدلې وي خو ښه تر ښه كه نه وي دا ډول سملاسي مشاعرې د ځوانو شاعرانو لپاره د شعر د رياضت، پخوالي او د شعر د اصولو په برخه كې ښه مرسته كولاى شي.

تبصره نسته

  1. خوښ چي پښتانه وي له يو،بل سره
    تښتي له دې کلي بلانه راځي

  2. بارکوال اشنا رښتیا هم ښکلی بانډار ووو له تاسو څخه نړۍ مننه چې دومره ښکلې موضوع مو ورڅخه جوړه کړې .
    که د فیس بوک په مخ د بې ځایه بحثونو په ځای داسي ښکلي او په زړه پوري بانډارونه او کره کتنې وشي نو د پښتنو ځوانانو لپاره یو ډول ښه مصروفیت دی او په عین حال کې یو ډول علمي سرچینه
    په دې هیله چې د ملګرو بیتونه او شعرونه مو خوښ شوي وي .
    ورور مو عبدالله شاه ژوندون

  3. ته که نه یی ستایادونه خومی خپل دی
    زنګ وهلی ستایادونه خومی خپل دی
    که بربادزمادمینی ګلستان شو
    دخزان سپیره بادونه خومی خپل دی
    که محل دمحبت می نصیب نه شو
    وران دمینی دیوالونه خومی خپل دی
    پروانشته که نظرنه می پناه یی
    زمازړه کی ستایادونه خومی خپل دی

  4. very nice poems from very very inteligent afghan poemers
    thank you

  5. راسئ چي نن زړونه سره وتړو
    نن بس همدا نن دى سبا نه راځي

  6. اسلام علېکم! درنو شاعرانو ورونو خدای مو تل همداسې تکړه لره. ستاسو د مشاعر څخه خو ما ډیر خوند واخست. او زه به هم هڅه وکړم چې ستاسو دغه پاڼه پیدا کړم او ستاسو شعرونه له هماغه ځایه ولولم

  7. نسته ملایان ، ټوله په غرو کښې دي۰۰۰
    مسجد کښي اوس بلا ده ملا نه راځي۰۰۰
    که ملا په خیر راغلې۰۰۰
    بیا به دلته بلا نه راځي۰۰۰

  8. زړه مې ګډيدو زه غلی ناست ومه
    هسې وايم ما له ګډا نه راځي

  9. مخکې به د ځان په حال ژړا راتله
    اوس په هيڅ خبره ژړا نه راځي
    پهلې اتي تهي حال دل په هنسي
    اب کسي بات بر نهي اتي[غالب]

  10. دير په انتظار وم چه بهار به شي
    غژ دخزان راغي بهار نه راخي
    اوشكي مو هم وچي دفراق شولي
    كلي دپشتون ته خندا نه راخي

  11. نیکی هیلی او سلامونه

    ستاسو مشاعره ریختیا هم دیر په زره پوری وه زه په تاسو ویارم او پدی هیله یم چی تل تول پختانه ورونه سره په یووالی کی زوند وکری او د خوشحاله زوند خاوندان اوسی

    سوکاله اوسی مننه نتکی

  12. نن مي انتظار تر ډېره وکړلئ
    نن مي د اشنا څه جواب نه راځي
    هغه ده سپوږمۍ هم اوس راوخته
    اوس نوره د ستورو رڼا نه راځي