کور / سپورټي / په کندهار کي د ځوانانو تر منځ د ځغاستي سيالي په لاره واچول سوه

په کندهار کي د ځوانانو تر منځ د ځغاستي سيالي په لاره واچول سوه

په کندهار کي د ځغاستي لسونو لوبغاړو د کندهار په احمد شاهي لوبغالي کي د ښه مقام تر لاسه کوني په موخه په درې مرحلو کي يو د بل په وړاندي سيالي وکړه.
د افغانستان د المپيک د ملي کميټې د ځغاستي د فدراسيون له مکتوب سره سم د کندهار المپيک د ځغاستي څانګي په کندهار کي د غوره لوبغاړو د موندني په موخه د لسګونه ځوانانو تر منځ د ځغاستي سيالي په لاره واچول چي پکښي د ميرويس او غفار په نومو دوه کندهاري ځوانانو خپلو سيالانو ته په درو پړاوو کي په ماتي ورکولو سره په پلازمېنه کابل کي د ولايتي سيالانو په ړاندي د سيالۍ کولو وياړ خپل کړ.
د کندهار د ځغاستي د فدراسيون مشر حامد کريمي د کندهار په احمد شاهي لوبغالي کي د ګټونکو لوبغاړو د ستايني پر مهال وويل چي د ځغاستي يادي سيالۍ درې پړاوونه درلودل چي لوبغاړو بايد خپلو سيالانو ته د ماتي ورکلو دپاره په لومړي پړاو کي ٥٠٠ دوهم کي ٨٠٠ او دريم کي ١٥٠٠ متره واټن له خپلو سيالانو څخه وړاندي وهلى واى.
کريمي وايي چي د ميرويس او غفار په نومونو لوبغاړو په درې سره پړاوونو کي ټاکل سوى واټن د خپلو سيالانو څخه وړاندي طى کړل او د ځغاستي د ملي ټيم لوبغاړو د ټاکني په هدف په پلازمېنه کابل کي د ځغاستي فدارسيون په نوښت د هيواد په کچه د ځغاستي په جوړېدونکې سيالى کي د ګډون چانس خپل کړ.